چاکلېټ بیا ریکارډ جوړ کړ

0 617

د هندي سېنما مشهور فلمي ستوري رنبیر کپور چې په چاکلېټ مشهور دی، د خپل نوي فلم چې د هند په یوې مشهورې څېرې “سنجو بابا” جوړېږي، د هغه په بڼه د ځان ښودو له‌پاره نږدې ۲۵۰ ساعته وخت مصرف کړی دی.

رنبیر کپور د دې فلم مرکزي رول په غاړه لري او وايي، اړتیا ده چې ډېر کار وکړي، څو هغه ډول ولیدل شي چې”سنجوبابا” په خپل ژوند کې ښکارېده.
دا فلم د راج کمارهیراني په لارښودۍ جوړېږي او رنبیر کپور ورته خپل وزن هم زیات کړی دی.

رنبیر وايي، یوازې یې په تېرو ورځو کې ۲۵۰ ساعته هغه وېډیوګانې او فلمونه لیدلي چې “سنجوبابا” په‌کې لیدل کېږي او د هغه د ژوند رازونه په‌کې پټ دي.

سرخط ورځپاڼه

پر فیسبوک دعوت میدیا ۲۴ خوښه کړۍ

Leave A Reply

Your email address will not be published.