اروپایي ښکلې چې بالیووډ پرې ښایسته دی

0 777

وايي اروپا د ښکلا کور دی، هلته نه یوازې دا چې طبیعت ښکلی دی، بلکې انسانان هم ښکلي دي او په دوی کې خو بیا د ځینو ښایستونه انسان شاعر کوي.
خبره دا ده چې راځئ نن په سرخط کې د هغو اروپايي ښکلونو نجونو په اړه ولولئ چې اوس پرې هندي سینما ښکلې ده.

کلاوديا سيسلا؛
اصلا د جرمني ده او تر اوسه یې په دوه هندي فلمونو کهلاړي ۷۸۶ او کیا کل هی هم کې کار کړی.

ايلي اورام؛
اصلي هېواد یې سوېډن دی او یوازې یې په یوه هندي فلم کس کس سې پیار کرو کې کار کړی.

اېمي جېکسن؛
دا ښکلې ستورې چې اوس یې په بالیووډ کې ځانګړی ځای پیدا کړی د بریټانیا ده او په سینګ ایز بلینګ او فریکي علي کې لوبېدلې ده.

زل کراوني؛
دا بریټانیوي الاصله نجلۍ تراوسه ميرا پهلا پهلا پيار کې لوبېدلې او بس.

هزل کېچ؛
نوموړې هم د بریټانیا ده او یوازې په باډیګارډ فلم کې لوبېدلې چې د کرینه کپور په مینه قبضه کوي.

نرګس فخري؛
د چیک جمهوریت ده، خو مور او پلار یې له پاکستان څخه دې هېواد ته تللي. نرګس په زیاتو هندي فلمونو کې کار کړی چې مشهور یې روک سټار او مدارس کایفې دي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.