ګېم‌اف ترون جایزه وګټله

0 40

که تاسې د سریالونو لېوالتیا لرئ، هرو مرو به مو د ګېم‌اف ترون په اړه اورېدلي وي چې د نړۍ په کچه څومره کسانو کتلی دی او لا یې هم مینه‌وال په زیاتېدو دي.
اوس تاسې ته ښه زېری دا دی چې ستاسې د ډېرو ليدلو او علاقې په مرسته دې سریال د امي انعام په خپل نوم کړ او په دې سره یې د کال تر ټولو ښې ډرامې اعزاز خپل کړ.
د دې تر څنګ دې سریال سږ کال دوولس بېلابېل نور انعامونه هم په خپل نوم ثبت کړي دي، خو دا لومړی ځل دی چې د ایمي په نوم نړیواله جایزه خپلوي. 
کنګ ان دې نارتهـ، مدر اف ډریګن او ده لاسټ لینسټر په نوم غوره اداکاري په دې سریال کې شوي دي، خو د ټیرین لینسټرجیسا په رول کې د ښې اداکاري له کبله پیټر ډنکلیج ته د غوره مرستیال انعام ورکړل شو.

Comments
Loading...