«ګلي بوای» فلم به جایزه وګټي؟

0 41

په دې وروستیو کې د هندي سېنما وتلیو ستوریو رنویر سنګهـ او عالیه بهټ بریالي فلم «ګلي بوای» دومره مینه‌وال پیدا کړل چې د بالیووډ په فلمونو کې یې ځانګړی ځای خپل کړ.
د زویا اختر په لارښوونه دا فلم له مشهورېدو وروسته د فلمونو غوره جایزې اسکر ته نوماند شوی چې د نړیوال فیچري په برخه کې څومره د منلو وړ دی.
په دې فلم کې د بالیووډ وتلی اداکار رنویر سنګهـ د مراد رول لوبولی او ممبيي مېشتی د ریپ سندرغاړی دی، خو له سختو حالاتو سره مبارزه کوي چې له ځانه یو وتلی ستوری جوړ کړي.
فلم روان کال په فبروري میاشت کې نندارې ته وړاندې شوی چې په باکس افس کې یې په ښه ګټې کولو سره کامیاب ثابت شو.

Comments
Loading...