کوچنی نواب چېرې بدماشي پيلوي؟

0 116

په هندي سېنما کې د کوچني نواب په نوم مشهور اداکار سیف علي خان په فلمونو کې د بېلابېل رولونو ادا کولو تر څنګ دا ځل پرېکړه کړې په نوي تاریخي فلم کې به د بدماش رول ادا کوي.
د هندي رسنیو د مالوماتو له مخې، سیف علي خان به په نوي تاریخي “تاناجی” فلم کې د یوه جذباتي بدماش سنګهـ راټور کردار ادا کوي، خو د دې فلم مرکزي لوبغاړی به نامتو ادارکار اجي دیوګن وي.
د فلم لارښود یا ډایرکټر اوم راوت درې ورځې وړاندې د دې تاریخي فلم په اړه اعلانات هم خپاره کړي او سیف علي خان ورسره منلې چې په دې فلم کې به د بدماش په رول کې څرګندېږي.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...