کنګنا پر عامر خان او عالیه بهټ نیوکې وکړې

0 58

د بالیووډ مشهورې اداکارې کنګنا رناوت د خپل تازه خپور شوي فلم له کبله پر عامر خان او عالیه بهټ سختې نیوکې وکړې.
هندي رسنیو د کنګنا رناوت په حواله زیاته کړې، نوموړې څو ورځې وړاندې د خپل خپور شوي فلم په حواله لومړی پر عالیه بهټ نیوکې کړي چې په وینا يې یوه ورځ يې ورته د خپل فلم ټرېلر استولی و چې د عالیې په خاطر دې د هغې د نوي فلم ټرېلر وګوري.
رناوت وايي، له بوختیاوو سره سره یې د هغې د فلم ټرایلر وکوت، خو عاليې ان د دې د نوي فلم ټرېلر هيڅ پرانیستی هم نه دی.
دې همداراز پر عامر خان هم نیوکه کړې او زیاتوي، کله چې ورته عامر د “دنګل” فلم ټرېلر واستاوه، دا پر لاره وه، بیا یې هم د هغه د فلم ټرېلر تر پایه ولېده، خو له عامر خان سره دومره وخت نه و چې د دې د نوي فلم “ماني کرنیکا: جھانسې کي راني” ټرېلر وګوري.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...