کرینه کپور دویم واده کوي

0 603

د ډېرو پېغلو او ځوانانو یوازې په یوه واده پسې ژبۍ شوه، خو په بالیووډ کې اوس دویمو ودونو کش کړی دی. پخوا دا وایرس یوازې د بالیووډ په هلکانو پورې محدود و، خو اوس یې نجونو ته هم سرایت کړی دی.

تازه یې دا چې د سیف علي خان مېرمن او د بالیووډ ښکلې ستورې کرینې کپور د دویم واده اظهار او خواهش کړی او دې خبرې یې ټول هک حیران کړي دي.
هندي رسنیو د کرینه کپور یوه وېډیو خپره کړې چې پکې کرینه کپور او مس ورلډ مانوشي چهلرکسي ښکاري.

په دې وېډیو کې کرینه کپور وايي، غواړي واده وکړي.
خو لا مالومه نه ده چې کرینې له زړه غوښتي چې دویم واده وکړي او که یې ټوکې کړې، خو له دې وړاندې هم هندي رسنیو لیکلي، د کرینه کپور او سیف اړیکې خرابې شوې او کرینه یې تر پوزې راوستې ده.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...