کتریه؛ بهارت ښه تجربه وه

0 58

د هندي سېنما وتلې فلمې ستورې کترینه کیف او د سلمان خان وروستی ګډ فلم به مو حتماً ليدلی وي چې په نړۍ کې د ډېرو کسانو خوښ شو.
اوس کترینه کیف له هندي رسنیو په خبرو کې ویلي، که څه هم د «بهارت» په نوم فلم ورته ننګونکی هم و، خو په وینا یې په دې فلم کې یې د زده‌کړې ښه تجربه هم وکړه.
هغې زیاته کړې، کله چې ورته د دې فلم لارښوود د سکريپټ وړل یوازې دوه میاشتې وخت یې لاره او په وینا یې هغې هم سم له واره دا وړاندیز ومانه او په ډېره کمه موده کې یې ورته ځان برابر کړ.
د بالیووډ دې ښکلې اداکارې وړاندې ویلي، په دې فلم کې کار ورته لږ څه ستونزمن و، په تېره د ژبې په برخه کې، خو زیاتوي، په ټوله کې ورته ښه تجربه وشوه.
دا فلم د هندوستان د ټولټاکنو پر مهال څو ځله وځنډېده او بالاخره له ډېرو جنجالونو وروسته د تېر اختر په ورځو کې نندارې ته وړاندې شو.

Comments
Loading...