پوهېږئ ودیا بالن تر ناکامېدو وروسته څه کوي؟

د هندي سېنما مشهورې ستورې ودیا بالن چې د فلم کہاني، عشقیہ، پري نیتا اور ډرټي پيکچر په څېر مهمو فلمونو یې پر بالیووډ راج وکړ، اوس د خپل ژوند په اړه له یوه تازه رازه پرده پورته کړې ده.
د دې نوي فلم بېګم جان ته ډېرې هیلې وې چې بیا به یې پر بالیووډ پېريان کښېني، خو هغسې و نه شول.
اوس ودیا وايي، هر کله چې ماتې وخوري او فلم یې ناکام شي، دومره ژاړي چې حد نه لري.
ودیا بالن رسنیو ته ویلي، د فلم تر ناکامېدو وروسته څنډې ته کېږي او په ورځو ورځو یې یوازې اوښکې ملتیا کوي او بس.
هغه وايي، که څه هم په دې پوهېږي چې بریا او ناکامي د ژوند دوه اړخونه دي، خو زړه یې دا خبره نه مني او تر هغه یې مایوسي ورسره وي، څو چې بېرته عادي کېږي.
هغې د خپل نوي فلم بېګم جان په اړه ویلي، دا فلم دومره تحقیر شو چې ان مخالفینو یې پرې تبصره هم و نه کړه، په داسې حال چې دې پرې ډېر کوښښ کړی و.

Categories: سینما او فلم

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.