پوهېږئ عامر خان ته ولې ایوارډ اهمیت نه لري؟

0 391

په هندي سینما کې د یوه تاریخي ستوري په څېر مشهور عامرخان یو ځل بیا داسې فلم نندارې ته وړاندې کړ چې په هند کې یې تر ټولو معتبر فلمي ایوارډ وګاټه، خو پوهېږئ کله چې دا ایوراډ ورکول کېده، څه یې وویل؟
عامر خان وویل، هغه ایوارډ چې د سوداګرۍ په شکل ورکول کېږي، هیڅ اهمیت ورته نه لري.

د هغه فلم دنګل د دې جایزې له‌پاره نوماند و، فلم یې هم دا ایوارډ وګاټه، خو کله چې عامر خان ته د کار د غوره ستوري ایورارډ ورکول کېده، عامر خان وویل، دا ډول ایوارډونه ورته کوم اهمیت نه لري.
عامرخان په هندي سینما کې له دې کبله هم ډېر مشهور دی چې هر محفل ته نه ځي او نه هم هرې ټلویزیوني او یا نورو خپرونو ته.

عامر خان له خلکو مننه وکړه چې د ده د فلم تود هر کلی یې وکړ، خو ویې ویل هیڅکله یې د دې له‌پاره په سینما کې کار نه دی کړی چې تاریخ جوړ کړي او یا هم په فلم ریکارډ وګټي. ده له هندي سینماګرانو هیله وکړه چې دنګل فلم په بله کومه ژبه هم وژباړي.

Comments
Loading...