پریانکا په يوه ځل دوه نښې وويشتې

د بالیووډ ښکلې ستورې پریانکا چوپړا بالاخره له شاه‌رخ خان سره د خپلې اړیکې او له کرینه کپور سره د خپلې دښمنۍ په اړه خوله پرانیسته.
له کرینه کپور سره د پریانکا د دښمنۍ مسله له اعتراض فلم څخه پیل شوې او تر ننه دوام لري. دوی دواړو ډېر کله د رسنیو په مخکې سختې څرګندونې کړې، خو اوس پریانکا د کرینه کپور په اړه نوې خبره کړې.

پریانکا ویلي، ایمان لري او په دې ډېره ښه پوهېږي چې څوک یې دوست او څوک دښمن دی، مګر هغوی چې ملګرې هم نه دي، غواړي له ځان سره نږدې وساتي. دا خبره په بالیووډ کې د کرینه کپور د راتلونکي په اړه له اندېښنو وروسته څرګندېږي.

خو له شاه‌رخ خان سره یې د خپلې اړیکې په اړه بیا ویلي، په رسنیو کې د دې او خان ترمنځ د خپرو شویو نظریاتو په اړه تبصره نه کوي، ځکه د دوی ژوند ټولنیز دی او باید خلک یې له هر څه خبر وي.
پریانکا ویلي، که دا هر څومره دا خبرې غلطې وګڼي، خو دا اوازې غلطې نه شي ثابتېدای.
د شاه‌رخ خان او پریانکا ترمنځ د ډان۲ فلم له عکس بندۍ را په دې خوا ډول ډول خبرونه خپرېږي چې دا دواړه سره ډېر نږدې شوي.

سرخط ورځپاڼه

Categories: سینما او فلم

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.