پریانکا وايي، د دې هم بخت کار کړی دی

0 546

د هندي سېنما یا بالیووډ د ستوریو د ژوند ډېرې خبرې لا هم همداسې پټې دي، خو کله کله یې یوه نیمه خپله له خولې ووځي. پریانکا هم همداسې ده او کله کله ډېرې ناویلې په خپله ژبه ترې وویل شي.
پریانکا چوپړا چې اوس‌مهال په هندي سېنما سربېره په هالیووډ کې هم مشهور ده، د خپلې ۱۸۸ کلنۍ په اړه خبرې کړې دي.
هغې ویلي، په دې عمر کې له یوې داسې ناروغۍ کړېده چې ژوند یې ور ترېخ کړی و.

د پریانکا په خبره، هغه وخت له دومره سختې مایوسۍ او ژور خفګان سره مخ وه چې حتا پر لار ګرځېدل ورته ګران و، خو مبارزې پایله ورکړه او بالاخره یې یوه نوې پریانکا ټولنې ته وړاندې کړه چې نن د نړۍ پر مخ یوه له پېژندل شویو څېرو ده.

پریانکا وايي، دا کیسه هغه مهال پیدا شوه چې کله ورته یوه فلم جوړوړنکي چې هغې یې نوم و نه ښود، وویل، نه شي کولای تر هغه ځلېدلې ستورې شي چې یا د ده غوښتنې و نه مني او یا هم کمې پیسې واخلي او خپل کار مخ ته یوسي.

پریانکا وايي، دې خبرې یې له یوه مخه ژوند بدل کړ، دومره ناهیلې شوه چې اوس یې هم کله یادوي، اوښکې یې له سترګو بهېږي، خو همت یې له لاسه ور نه کړ او نه یوازې دا چې د هغه کس غیرمشروع غوښتنې یې و نه منلې، بلکې ډېرې پیسې يې هم تر لاسه کړې.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...