پاکستان د انوشکا شرما پر نوي فلم بنديز ولګاوه

0 352

له څه مودې راهيسې په هند او نوره نړۍ کې د انوشکا شرما نوي فلم “پري” ته د انتظار شېبې شمېرل کېدې، خو په ليدو يې د پاکستانيانو سترګې خوږې نه شوې.
د پاکستان د سانسور بورډ تازه پر دغه فلم بنديزونه لګولي دي او پاکستانيان يې پر سېنما نه‌شي کتلای.

د پاکستان سانسور بورډ ويلي دي چې په دغه فلم کې ځينې صحنې د تور جادو وې او ځينې بيا داسې اوراد پکې ويل شوي دي چې د دوی له رواج او دود سره په ټکر کې دي.
د پاکستان نيو پليکس سېنما خپلو مشتريانو ته خبر ورکړی دی چې دغه فلم اوس په پاکستان کې نه خپرېږي او دوی اماده دي چې هغو کسانو ته يې بېرته خپلې پيسې ورکړي چې وار له مخه يې له دوی څخه ټکټونه اخيستي دي.

د انوشکا دغه فلم خورا وېروونکی دی او زياتې صحنې يې داسې دي چې د کمزوريو زړونه خاوندان په چيغو راولي.
که يې مينه‌وال ياست، ژر يې وګورئ.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...