پاکستانۍ ستورې له لسو مېړو وتښتېده

0 1،808

په پاکستاني ښځینه فلمي ستوریو کې شاید یوازېنۍ میرا وي چې تر ډېره له لالیووډ سره پاتې شوه، یا خو یې قسمت ورسره ملتیا و نه کړه چې د بالیووډ ډګر پرې ښکلی شي او یا يې هم یې خپله و نه غوښتل، خو تازه خبر دا دی چې هغې هم پاکستان د تل له‌پاره پرېښود.

پاکستانۍ رسنۍ لیکي، میرا پاکستان پرې ايښی او په متحده عربي اماراتو کې یې ژوند تېرول ښه ګڼلی.
یو شمېر پاکستانيو رسنيو لیکلي، پر میرا نور د پاکستان ځمکه دوزخ وه او هر چېرې ترې لومړۍ پوښتنه د واده وه، په داسې حال کې چې هغې تر لسو زیات ودونه وکړل، خو ټول مېړونه یې وچ سر پرېښودل او اخېر هم ترې ولاړه.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...