ټام کروز بدې ورځې ويني

0 781

د هالیووډ مشهور ستوری ټام کروز دا ورځې تر سختو حالاتو تېرېږي، تر دې چې سترګې یې له اوښکو نه وچېږي.
کیسه داسې ده چې پر هغه د دوو کسانو د قتل تور لګېدلی او دوسیه یې تر محکمې رسېدلې ده.

د امریکن میډ فلم د عکس بندۍ پر مهال یوه صحنه داسې وه چې باید ټام کروز له الوتکې ځان راغورځولی وای، خو کله چې دا صحنه کېده، الوتکه را نسکوره شوه او پیلوټ یې د تل له‌پاره معلول شو، مګر لاندې یې دوه تنه نور ووژل.

اوس د همدې کسانو کورنیو پر ټام کروز او فلم جوړوونکي ډووګ لي عریضه کړې چې د همدوی له لاسه دا پېښه شوې او باید محاکمه شي.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...