ورون دهون له سلمان‌خان سره کار کوي

0 95

د هندي سینما ځوان اداکار ورون دهون د سلمان‌خان په نوي “بهارت” فلم کې د کار کولو لپاره چمتووالی ښودلی دی.
د بالیووډ سینما دغه ځوان اداکار د “سټوډینټ اف دې ئییر یا د کال غوره محصل” فلم کې ډېره ښه اداکاري وکړه چې په‌دې سینما کې يې د نورو پام ځان‌ته راواړوه.
ورون دهون د سلمان‌خان د نوي فلم ترڅنګ، په‌دې شپو ورځو کې د “اې‌‌بي‌سي‌ډي‌” په نوم فلم کې هم بوخت دی چې په یاد فلم کې ورسره د هندي سینما مشهورې اداکارې او سندرغاړې شردها کپور مرکزي رول لوبولی دی.
بله‌خوا د سلمان‌خان “بهارت” فلم چې په وروستیو پړاوونو کې دی او مرکزي رول هم په‌کې کترینا کېف لوبولی، ورون دهون به په‌کې د یوه سوداګر کردار ادا کوي.
دغه راز ورون دهون له عالیه بهټ سره د “کلنګ” په نوم فلم انځور اخیستو یا شوټېنګ بشپړ کړی چې د راتلونکې اپرېل میاشتې په ۱۹مه نېټه به پر سینماګانو نندارې ته وړاندې شي.

 

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...