هریتیک او سوزین بیا سره یو ځای کېږي

د بالیووډ د مشهور ستوري هریتیک روشن او سوزین خان پر طلاق کلونه تېر شول، خو ښکاري چې دواړه به بیا سره یو ځای شي او ګډ ژوند به پیل کړي.
د سوزین او هریتیک ترمنځ هغه مهال خبره تر طلاق ورسېده چې د هریتیک او کنګنا رناوټ ترمنځ اړیکې دومره نږدې شوې چې خبره یې نږدې تر واده ورسېده، خو ناګهانه د څو دلایلو له کبله دا ملګرتیا هم په دښمنۍ بدله شوه.

هریتیک له موډلې سوزین خان سره په ۲۰۰۰ مېلادي کال کې واده وکړ، مګر په ۲۰۱۴ کال کې داسې مهال چې دوه زامن یې هم درلودل، له یوه او بله جلا شول.

که څه هم هریتیک او سوزین خان تر طلاق وروسته هم سره ډېره لیدلي، مګر هندۍ رسنۍ لیکي، پخوانی خاوند او د هغه پخوانۍ مېرمن اوس دومره سره خواږه شوي چې شاید بیا واده سره وکړي.
تر اوسه خپله هریتیک او سوزین په دې اړه څه نه دي ویلي.

سرخط ورځپاڼه

Categories: سینما او فلم

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.