مکاره زمانه

سید عبیدالله نادر

0 41

د شعر ادب او ارواح پوهنې د برخې د پاره

هره پاڼه چي د ګل څــــــــــخه ، تویږي

صاحبدل په خپل ، انجام باندي پو هیږي

میړوخي لور چي د سپین ږيري پلار کره د لیری ملکونو څخه میلمنه راغلي وه .

پس له څو مودي د خدای پاماني په وخت کي یي ، په داسي حال کي چي پلار یي د مریضی په بستر کی

پروت وو .او د خپلی لور او نمسیانو د تګ له پاره ژړه غونئ وو، نو لور یي ورته داسی ووییل پلاره! مه

ژاړه کال ته که خیر وي بیا راځو ، پلار ژړا ته نور هم زور ورکړ .ځکه هغه د فاني دنیا نه دومره مهلت ځان

ته نه لیده ، او د فاني دنیا په لو بو پوه وو. لور ته یي هیڅ ونه وییل خو ددي ناویيلي ټکي او مضمون درک

به غیر د صاحبدل څخه چا نه شو کولای .

زه ګرم نه یم چي ، ژړیږمه عالمـــــــــــه

په ټول عمر، د فاني دنیا له غمــــــــــــــه

څه چي ما په دي ، کاروان کي دي لیدلي

د غافل سترګي یي نه وییني ، په سمـــــــه

Comments
Loading...