ميندې د هر هرچا مري! /خالق رشید

0 20

ډالۍ ،

 د مور د ورځې له امله میندو ته!

خالق رشید

ميندې د هر هرچا مري  !

         ( د مورپه مړينه)

ما به سپوږمۍ ته كتل ،

اوهره مياشت به مې دهغې هغې ،

په څوارلسم ماښام كې ،

لكه سوالګرو غوندې ،

دخپل ديدن كچكول كې ،

همدا يوه هيله درلوده او وي مې :

سپوږمۍ  د زړه په درد مي ته پوهيږي ،

زما داكمكۍ مينه ،

ددغې سوې مساپرې شيبې ،

چې دهغې په وړاندې لويه نه شوه ،

هغې ته ورسوه  !

                         ****

مورې په ياد به دې وي ،

زموږ دلوى كور آه ترخې ورځي ،

چې ما د تا پرشونډو هغه مهال ،

د خندا يوه نرۍ څپه هم كله ونه ليده ،

څومره د وژړل ،

څومره د وګاللې ،

چې له يوه خدايه پرته ،

تا دهغو ناخوالواجر له بل چا ونه غوښت .

زه چې هغه تيارې ،

هغه پرتا راخورې يوه يوه ليكم ،

ما ته رښتياښكاره شي ،

چې مور بې شك د قربانۍ خوږ نوم دى !

 په دې كې څه شك نشته ،

                                  ****

ميندې د هر هرچا مري

خو ډيرې ميندې دې چې ټول عمر ،

د خپلو ژڼو نيمه خوا يادونه ،

د خپلو آهو، په اوږو باندې وړي ،

او د ديدن نصيب يې نه وې سره ،

مورې ته هم داسې شوې ،

راپسې وكړېدې ،

راپسې وځوريدې ،

اوماهيڅ هم ونه كړل ،

مادې وروستې سفركې ،

كټ ته اوږه درنه كړه .

مورې ما وبښه  !

مورې ما وبښه !

                              ****

مورې په ياد به دې وي ،

چې كله زه په لومړۍ ورځ د ښوونځي په لورتلم ،

اوزموږ په لوى كور كې ډوډوۍ نه وه ،

مادرته وويل چې ووړكي بې ډوډيونه ځي ،

تا راته وويل چې خير ميلمانه وو نن زيات ،

او ما په زور وژړل ،

تا هم له درده يوه څپيړه پرې برسيره راكړه .

اوپه ژړا ژړا كې ،

زه بيا د كلي ماشومانوسره ګډ روان شوم .

پوه نه شوم څه دې په زړګي درتيرشول ،

موږ لاله كلي نه وتلي نه وو،

چې د تاغږ مې واوريد :

دلته راشه …

اوزړه نازړه درغلم ،

تاراته يوه وړه چكۍ دګوړې ،

دكتابودسمال كې غوټه كړله ،

او سردې ورو را ټيټ كړ ،

زه دې په مخ باندې كرار مچوكړم .

او ودې نه وهلم …

                              ****

مورې په ياد به دې وي ،

چې ستا پښتۍ ماتې وې ،

ساړه ساړه زګيروې دې كړل ،

اوزه چا نه درپريښوم ،

كله چې شپه پخه شوه ،

اوپټ مې ځان دركش كړ،

تا ټول دردونه زما دغم په خاطر

له ځانه لرې كړل ټول ،

او په نمجنو سترګو كې را ته موسكۍ غوندې شوې ،

او راته ودې ويل :

دلته همدا دستور دى ،

دغه د ميندو حال دى ،

زما مور هم داسې وه،

د هغې مور هم داسې ،

دا يوه اوږ ده كيسه ده ،

له زمانو ، زمانو،

دپښتنو پركاله ،

چې په مرګې به له يادو، نه وځي ،

خو، خداى دې ستا غم كله هم راباندې ونه ويني !

                                          ****

ميندې دهر هرچا مري

داد تقديركرښه ده ،

خوله چا نه هيريږي ،

ځكه چې مور دژوندانه دخاطرو په بڼ كې ،

لكه دګلو ښكلا،

له يوه موسمه بل موسم ته دپرتم كيسه شي…

****

ما به سپوږمۍ ته كتل ،

اوهره مياشت به مې دهغې هغې ،

په څوارلسم ماښام كې ،

لكه سوالګرو غوندې ،

دخپل ديدن كچكول كې ،

همدا يوه هيله درلوده او وي مې :

سپوږمۍ  د زړه په درد مي ته پوهيږي ،

زما داكمكۍ مينه ،

ددغې سوې مساپرې شيبې ،

چې دهغې په وړاندې لويه نه شوه ،

هغې ته ورسوه  !

                            ****

ميندې دهر هرچا مري

زه په دې ښه پوهيږم ،

چې په وروستۍ ځل به دې ،

يوچاته لږ غوندې كتلي هم وي ،

زما څيره به د په ذهن كې وه ،

هغه وړه  وړه ،

زما په مينه به دهغه ته كتلي هم وي ،

كه زه ژوندى وم اوهغه مې وليد،

ستا امانت به ستا دمينې په نوم ،

له هغه اخلمه اوساتمه به يې !

زه په دې ښه پوهيږم ،

تا به په خپلې وروستنۍ سلګۍ كې ،

دخداى له ياده وروسته ،

دخپل په ژوند درڅخه ورك اميد نوم هم وړې وي ،

ځكه زما په ياد دي ،

چې ما اوتا وروستى ځل يوبل وليد ،

زه د په ټڼده مچ كړم ،

اوراته ودې ويلې :

په خداى دسپارم ځان په خداى سپاره

څوچې نفس اخلم دامى دعاده ،

اوزه تا نه هيروم !

                             ****

هو،

ما به سپوږمۍ ته كتل ،

اوهره مياشت به مې دهغې هغې ،

په څوارلسم ماښام كې ،

لكه سوالګرو غوندې ،

دخپل ديدن كچكول كې ،

همدا يوه هيله درلوده او وي مې :

سپوږمۍ  د زړه په درد ته پوهيږي ،

زما داكمكۍ مينه ،

ددغې سوې مساپرې شيبې ،

چې دهغې په وړاندې لويه نه شوه ،

هغې ته ورسوه  !

ميندې دهر هرچا مري

داد تقديركرښه ده ،

خوله چا نه هيريږي ،

ځكه چې مور دژوندانه دخاطرو په بڼ كې ،

لكه دګلو ښكلا،

له يوه موسمه بل موسم ته دپرتم كيسه شي .

په پرتمو یاده شې !

اوله چا نه هیریږي … !!!

نوى ډيلى

د ۲۰۰۲ كال داپريل مياشت

Comments
Loading...