قاسمي: که زما د سندرو نه ویل سوله راولي، نور به غلې شم

0 143

 مخکښې سندغاړې سیتا قاسمي له ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي، که چېرې زما د سندرو په نه ویلو سوله راځي، زه چمتو یم چې  دغه هنر پرېږدم.

قاسمي چې تازه یې د سل زره امریکايي ډالرو په ارزښت يې له پوهنې وزارت سره د نجونو د یو ښوونځي جوړېدو تړون لاسلیک کړی دی ویلي، دا پیسې يې له خپلو هنري کارونو تر لاسه کړي  دي.

هغې ټینګار کړی چې چمتو ده څو نورو برخو کې هم د بې وزله کورنیو لاسنیوی وکړي.

نوموړې ویلي پوهنې وزارت ته يې ویلي، هر ځای چې تاسو غواړئ، هملته ښوونځی جوړ کړی، لګښت يې زه ورکوم.

Comments
Loading...