د هند سېنما ښایسته اداکارې عالیه بهټ که څه هم په ۲۰۱۸ مېلادي کال کې یوازې د راضي په نوم بریالي فلم کې ښه رول ادا کړی وايي، دا کال ورته ډېر ستونزمن هغه و.
د بالیووډ سېنما دې مشهورې اداکارې پر خواله رسنیو د ۲۰۱۸ کال یادنو د شریکولو په لړ کې لیکلي، په دې کال کې یې دومره کار کړی چې له خپلو کارونو نوره ستړې شوې ده.
عالیه زیاتوي، په ۲۰۱۸ مېلادي کال کې يې ډېر څه زدهکړي، خو په ۲۰۱۹ کال کې يې له کارونو څو ورځې رخصتي اخېستې چې په وینا يې په دې ورځو کې ډېره خوشاله ده.
نوموړې په ۲۰۱۸ کال کې یوازې د راضي په نوم فلم کې کار وکړ، خو په ۲۰۱۹ کال کې غواړي د کلنک، ګلي بوای او براهمسترا فلمونو کې کار وکړي.