عاليه او رنبير سره خواږه شوي

0 166

دا ورځې په بالیووډ کې د رنبیر کپور او عالیه بټ د مینې او دوستۍ خبرې خوله په خوله کېږي. که څه هم د دواړو کورنۍ په دې رضا دي چې عالیه او رنبیر سره اړیکه ولري، خو هغې دواړو لا رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي.

وړمه ورځ د رنبیر کپور ۳۶مه کلیزه وه، په همدې ورځې عالیې بټ د رنبير لپاره په خپل لاس جوړ کېک په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی چې دا موضوع یې لا ګرمه کړې ده.

عالیه بټ د کېک له دې تصویر خپرولو وروسته ویلي، نه یوازې دا چې خپلو او د رنبیر مینه‌والو ډېره ستایلې، بلکې خپله رنبیر هم په دې کار ډېر خوښ شوی دی.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...