سونم کپور واده شوه

0 295

د بالیووډ ښکلې ستورې او د انیل کپور لور سونم کپور بالاخره واده وکړو او له انند اهوجا سره یې نوی ژوند پیل کړ.

که څه هم له انند اهوجا سره د سونم کپور د مینې کیسې ډېرې لاس په لاس شوې او کله کله به سونم کپور هم له همدې کبله پر رسنیو خپله غوسه سړوله، خو بالاخره هغه وشول چې خلکو شک کاوه.

په انسټاګرام کې د هغې مور د خپلې لور د واده تصویر خپور کړی، همدا رنګه ډېری هندي ستوریو انند او سونم ته مبارکي ویلې او ډېرو نورو پکې ګډون کړی دی.
د هغې د واده مراسم د سکانو له دود سره سم شوي دي.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...