سني دېول خو په پاکستان کې کور لري

0 86

د هندي سېنما وتلی ستوری چې په ډېری فلمونو کې یې د پاکستان پر خلاف رول لوبولی په پاکستان کې یې د سکانو یو سپېڅلی ځای خپل کور بللی دی.
د رسنیو د مالوماتو له مخې، هغه د پاکستان په لاهور ښار کې د سېکانو تر ټولو سپېڅلي ځای کرتاپور د پرانيستې پر مهال ویلي چې دا ځای یې خپل کور دی.
د سرچینو په باور سني دېول له رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړې، ژمنه یې کړې وه چې کرتاپور ته به هرو مرو ځي، ځکه په خبره یې هغه یې خپله سیمه او خپل کور دی.
کرتاپور د پاکستان په پنجاب کې د سېکانو د مذهب بنسټګر ګورو نانک مقبره ده چې سکان دې ځای ته هر وخت په اصطلاح د حج مراسمو ادا کولو لپاره ورځي او سږ کال تر بیارغونې وروسته د پرانيستې په مراسمو کې یې د بالیووډ سېنما وتلي ستوري سني دېول هم ګډون کړی و.

Comments
Loading...