سلمان خان له نورو خانانو سره خوښ دی

0 33

لکه څنګه چې اسمان په ستورو ښکلی ښکاري، همداسې د هندوستان سېنما په خانانو رنګینه ده، ځکه په دې سېنما کې د خانانو کورنۍ دومره مشهوره ده چې هر کال یې فلمونه د نړۍ په لر و بر کې سلګونه ميلیونه خلک ګوري.
د بالیووډ سېنما وتلی ستوری سلمان‌ خان وايي، د دې سېنما له مشهورو ستوریو شارخ خان او عامر خان سره د خوشالي او ارامي احساس کوي.
سلمان‌ خان او کترینه کیف په دې ورځو کې د بهارت په نوم فلم په بازار موندنې بوخت دي او سلمان‌ خان په یوې مرکه کې له هندي رسنیو سره په خبرو کې ډېر په زړه پورې ځوابونه ورکړي دي.
له سلمان‌ خانه د مرکې پر مهال بیا پوښتنه شوې د شارخ‌ خان او عامر خان په منځ کې له کوم یو سره ډېر د خوشالي احساس کوي، سلمان ‌خان ورته ویلي، له شارخ‌ خان سره ډېر د راحتي احساس کوي.
ټاکل شوې د بهارت په نوم د سلمان‌ خان او کترینه کیف نوی فلم د راتلونکي اختر په ورځ نندارې ته وړاندې شي چې سر له اوسه یې ورته مینه‌وال بې‌صبره دي.

Comments
Loading...