د پاني پت فلم، د خلکو توقعات او ستر غبرګونونه

شريف اليزی

0 55

د پانې پت په نوم نوی فلم چې د ډیسامبرمیاشتي پر ۶مه نېټه به د سینما پر پرده خپریږی  د افغان او مرهټه پوځونوتر منځ درېیمه تاریخي جګړه یې پکښی تصویر کړیده، لا له وړاندي یې د ګڼو افغانانو اندیښنې او غبرګونونه ځکه راپارولي دي چې د یو مرهټه توکمي فلمي ډایرکټر او بالیووډ  سینما څخه  چې د مرهټیانو په ګڼمیشته ښار ممبیې کې موقعیت لري، د هندوستان او مرهټیانو د ګټو پر خلاف د فلم جوړولو تمه نشي کیدلای.

په خپل نفع باندي د تاریخی واقعیتونو تحریف او خپل بایللی جنګ ته د ګټلو رنګ ورکول د ملت جوړوني د پالیسی جوړونکو او مفکرینو یو وظیفه هم ده تر څو د خپلو خلکو مورال، ولوله او برم وستایې.

تر دا مهاله دا اندیښنې پر خواله رسنیو دادي چې کیداي شي د احمد شاه بابا شخصیت ته سپکاوی شوی وي، رول یې منفي او کمزوری لوبول شوي وي، یا یې دا جنګ  د تاریخي واقعیت پر خلاف د مرهټیانو په ګټه تمام کړی وي. د دواړو لوریو د پوځونو ارقام او ورته برخو کې ګڼې انديښنې لا له وړاندي‌ موجودي‌ دي او په رسمي او غیر رسمي توګه شریک شویدي.

ځینو دا هم د پیغور په توګه را اخیستي چې هندوستان هر کال په سلګونو تحصیلي بورسونه افغانستان ته ورکوي پداسي حال کې چې د بورسونو ورکړه تر ډيره د کلتوري تبادلې او اغیز درلودلو په موخه کاریږي او په نړی کې ډیر داسي بورسونه شته چې د هر هیواد وګړي یې د معیارونو او شرایطو دپوره کولو په نتیجه کې ترلاسه کولی شي.

دلته دا موضوعات رانغاړل شویدي چې د نوموړي فلم په هکله وړاندویني او تر وخت دمخه درک څه دی؟ د هندي هنرمندانو څخه څه توقع کیدلای شي؟ هغوی څنګه دا توقعات برآورده کولی شي؟ همدارنګه افغان ملت ددې او ورته پیښو څخه د یو فرصت په توګه د ښه راتلونکي لپاره څنګه الهام اخیستلی شي؟

تاریخ څه راکولی شي او موږ اوس له پخوا سره څه توپير لرو؟

  1. دا کیسه تر ډیره پر تاریخ راڅرخي چې موږ یې د شاوخوا ۵۰۰۰ کلونو درلودلو دعوه لرو لیکن که موږ فقط د همدې تاریخ په ویاړلو باندي بسنه کوو او هغه مو لکه قرآن کریم په پوښونو کې ایښی دی، تر داسي تاریخ درلودلو یې نه درلودل په ګټه دی ځکه:

د امریکا لویه وچه په ۱۵مه پیړی کې کرستوف کولمب کشف کړل. نه د مصر هرمونه لري، نه د زرګونو کلونو د تاریخ دعوي لیکن کله چې د نړی د لوړ اقتصاد او زبر ځواک خبره کیږي نو مانا یې امریکا ده او چې کله امریکا یادیږي نو مانا یې فقط د امریکا متحده ایالات دي او همدا د سبا ورځي ستر تاریخ جوړوي.

  • عربی متحده امارات، قطر او داسی نور هیوادونه زموږ او ستاسی د سترګو په وړاندي جوړ سول او نن ښه اقتصاد، زیربنا، حکومتداري او نړیوال اعتبار لري.
  1. په اصل کې تاریخ هغه دی چې په خپل اوج کې وي او اتلولی هغه ده چې په کمو او یا نه امکاناتو باندي د نه باور وړ متوقعه نتیجه ترلاسه کړل شي. د سبا ورځي تاریخ هغه ملتونه جوړوي چې پرون یې هیڅ نه درلودل او نن هر څه لري. که زموږ کمی دا وي چې د پانې پت په څیر فلم جوړولو لپاره په نړیوال اعتبار سمباله سینمایې زیربنا نلرو نو دا هم باید له پامه و نه غورخول شي چې د احمد شاه بابا په هکله هم تر ټولو معتبر تاریخ چې لیکلو ته یې د ډیرو امکاناتو اړتیا نه وه، هم یو هندو سیک ګنډها سینګ لیکلی دی.
  2. موږ پر یوه لویشت پوله او پټې خپل وروڼه او تربرونه سره وژنو لیکن د احمد شاه بابا راګټلي ملکونه خو هلته پریږده، خپلي ځیني پلرنی تاریخي سیمي مو هم نورو ته پرې ایښي دي. په خپلو کې د پنسیلی کرښو له امله په حوزو، ولایتونو او ولسوالیو ویشل شوي یو او تر ډیره ملت پالنه هم د همدي کرښو په چوکاټ کې پالو. تر دي خو لا بده داده چې یو لوی اکثریت یې لا د ډیورنډ پولي بره غاړه سیمي او خلکو په هکله بی تفاوته هم یو او هغه خلک  اصلاْ د ځان نه بولو.
  3. د مرهټانو ښار ممبیی د هندوستان لمړی درجه لوی تجارتی ښار او د نړی د ۱۰ لویو تجارتی مرکزونو له جملي څخه دی لیکن احمدشاهي کندهار د افغانستان په کچه هم خپل مقام د دوهم لوی ښار په حیث هم و نشو ساتلی.
  4. پر احمدشاه بابا په ۱۷۴۷م کې د عمر په ۲۵ کلنۍ کې د ټولو قومونو له لوري د خپل پوځي او سیاسی استعداد له امله د مشرتوب هوکړه وشول لیکن نن ورځ ډير ځوانان د لوړ تحصیل او تجربي سربیره د ماشومانو په قطار کې حسابل کیږي او د یو پروسي یا کار مشرتوب وردغاړي کول او هغه هم بیا د قومونو د مشرانو له لوري یو نادوده کار ښکاري.
  5. مرهټیان د پاني پت تر جګړي وروسته تار په تار شول لیکن ۱۰ کاله وروسته بیرته سره راټول او په اقتدار شول. موږ د قدرت د اوج څخه د نزول پر لور حرکت وکړ او تر صفري نقطي هم د منفی خواته کښته را روان او لا روان یو.
  6. هغوی پر اوسني حالت قناعت نلري او د نړی د اوله درجه ملکونو سره د سیال کیدلو ډغري وهي او موږ پر داغه حالت او تر دي بدتر حالت ته په ورتللو لا هم قناعت لرو او په هکله یې بی تفاوته یو.
  7. په نورو هیوادونو کې د ازادی ګټلو او ملک مؤسسینو په نوم ډیر لوی ایالتونه، جایزي، مډالونه، نړیوال ډګرونه نومول شوي او عکسونه یې په رسمي ادارو کې لګیدلي وي لیکن په افغانستان کې پدي وروستیو کې فقط د کندهار ولایتي هوایې ډګر د احمدشاه بابا په نوم ونومول شو. د جورج واشګنټن په نوم د متحده ایالتونو یو لوی ایالت او همدارنګه پایتخت نومول شویدي.
  8. د پاني پت ګټونکی غازي ملت نن د انسانسوزه جنګ په اور کې سوځي، د فرخنده سوز او شهید پرور ملت د ادبیاتو فرهنګ پکښي رایج کیږي او نړی ته یې د خیرات لاسونه غځولي. د توري د لاسونو څخه یې د سوال کچکولونه او د تیر تاریخ څخه یې بی کتیبي قبرونه.
  9. هندوستان د نړی هغه سیمه ده چې سوونه کلونه پکښي د اصل او نسب یا کاسټ سیستم پکښي د ډیرو استعدادونو د رشد مخه نیولي وه او لا تر اوسه هم په کلیوالي سیمو کې دا مسله د پوره اعتبار وړ ده لیکن افغانانو اوس د قومي او قومي فرعي (ښاخونو) برتری او بهتری تر عناوینو لاندي د مقابلي په میدان کې د خپل قاتل، غل، خاین او قاچاقبر و دفاع ته لیڅي را بډوهلي چې په تدریج سره به د نړی د لمړنیو پيړیو په لور مسیر طی کوي او د کاسټ په سیسټم مبتلا کیږي.

له هندي هنرمندانو څه توقع کیدلای شي؟ 

  1. د هندي هنرمندانو څخه حد اقل ددې توقع کیدلای شي چې دداسي یو هنر څخه استفاده وکړي چې خپله ماته تر بریا په خپل خیر او ښیګڼې وګڼي هغه ماته چې تر بریا یې ارزښت او حکمت لوړ وي څنګه تصویر کیدلای شي؟
    • کله چې د افغاني رسم خلاف کږه غاړه توره ووهې او انساني عاطفه، وجدان او منطق ټوله تحریک کړي.
    • ډیر تسلیم شوي پوځیان او بیګناه ښاریان وږي، بی کوره او بی ځایه شي.
    • د جنګ خروښ تر بیګناه عامو خلکو او معبد ځایونو وخیژي.
    • د مذهبی او توکمیز توپیر له امله د خلکو ژوند، دارایې او هر څه لوټ شي
    • اکثریت د اقلیت پر وړاندي وجنګیږي او ظلم و ستم وشي.
  1. د هندي هنرمندانو څخه حد اقل دا توقع کیدلا شي چې هغه څه چي د مرهټیانو د ماتي سبب شویدي پداسي یو طریقه توجیه کړي چې منطقي اساس، نظامي منطق او تاریخي مخینه ولري
  1. فلم کیدای شي پر دومره ستر تاریخی واقعیت سترګي نه وي پټي کړي چې د پانې پت دریم جنګ به پکښی افغانانو بایللی او مرهټانو ګټلی وي او یا به خدای مکړه د احمد شاه بابا سپکاوی پکښي شوی وي، که څه هم دا د فلم کار دی هر څه پکښی کیدلای شي.
  1. موږ افغانان هم دې ته ورته کیسي لرو. موږ نه یو منکر چې مقدوني سکندر، چنګیز، ګوډ تیمور او ورته نورو زموږ سیمی ندي نیولي لیکن د هغوی ظلم، ناروا، بربریت او وراني مو یې د نوم یادولو سره سمدستي په ذهن کې راځي.
  1. موږ په دې هم کله کله ځانته قناعت ورکوو چې بهرنیو زموږ سیمي تل تر جنګ، ځنډ او قربانی وروسته نیولي دي او یا هم د هغوی پرمختللی اسلحي او امکانات، د متفاوتو جنګي تخنیکونو کارول او پوځی طاقت د هغوی د بریا راز ګڼو. مرهیټیان هم له ورته فرضیاتو او حالاتو څخه مستثنا ندي او زموږ تاریخ هم دا لیکي چې څو ځله دافغانانو لخوا پر هندوستان حمله سویده.
  1. د پوځ او امکاناتو تفاوت  برابر او یا هم د تاریخي واقعیت خلاف د مرهټیانو د فوځم تعداد کم وښودل شي.
  1. د ماتي پړه پر یو لړ غیرمترقبه حالاتو او پیښو باندي ورواچول شي او یا د داخلي ستونزو او تربګنیو لاملونه د ماتي باعث شي.
  1. په یو تعداد هندي تاریخونو کې د پوځ تر شا د ۲۰۰ زره هندي زیارت کوونکو یادونه هم کیږي چې د مرهټه پوځونو سره مل وه. دا چاره د اصلي پوځ تعداد کم ښکاره کوي او د هغوی وژل د جنګ له اصولو څخه خلاف بلل کیږي.
  1. یو لویه مرموزه او باریکه نقطه دا کیدای سي چې نړی ته هغه څه وړاندي کړې چې زموږ د اوسني حالت سره ډیر شباهت ولري. دا کار ځکه دوی ته اسانه دی چې موږ ته ستونزمنه ده چې ثابته کړو چې موږ په ۱۸مه پیړی کې تر ۲۱مې پيړی مهذب او ارزښتونو ته پابند ملت و. که د سینما پردي ته ناست تماشه چیان دا وګوري چې موږ نن ورځ له خپلو افغانانو سره چې د کلي، دین، ارزښت او وطن شراکت ورسره لرو څه کوو، نو بیله ځنډه به باور وکړي چې هماغه وخت مو د هندوانو سره چې په دا هرڅه کې مو سره توپیر و، تر دي زیات رحم ندی کړی.
  1. مرهټان د سیکانو او نورو شاوخوا میشتو قبیلو سره هم له وخته ستونزي لري او کیدای سي د ماتي پړه د یو پردی یرغل په مقابل کې د هغوی د نه همکاری له امله د یو ملي خیانت په توګه وړاندي کړي.

افغانان باید څه وکړي؟ 

  1. زموږ ځیني لوی حرکتونه او خوځښتونه د یو تصادف له مخي رامنځته شویدي ولي په مجموع کي داخبره سمه نده. تصادف په لغوي مانا کې د ټکر په نوم دی او ډير کم به وي چې یو ټکر، شخړه او یا لانجه به د انسان په خیر تمامه شي. دا هم باید له پامه و نه باسو چې ښه رهبران او مدیران ستونزي او تصادفات د فرصتونو په توګه له ځان سره اخلي. نوموړی فلم، د امریکا ولسمشر ټرمپ څو تحریکوونکي ټویټونه او ورته مسایل باید د همداسي فرصتونو په توګه واخیستل شي تر څو په لاندي او ورته نورو برخو کې د یو منظم پلان له مخي راپاڅیږو او مخته ولاړ شو.
  2. د لوی افغانستان ټولمنلی ذهنیت د یو علمي-عملي ستراتیژی له لاري ایجاد او نهادینه کړو.
  3. خپل ټول احزاب، مدني نهادونه، رسنی او قامونه داسی یو مسیر ته سوق کړو چې د قومي او ژبني تنوع او توپيرونو څخه مو لکه د غربي هیوادونو په څیر مثبته استفاده وکړو او په مټ یې هغه ټول عوامل له منځه یوسو چې له امله یې دا غلط باور پیاوړی کیږي چې ګواکي موږ یو مهذب ملت نه یو او نه هم پخوا پاته شوي یو.
  4. تر هغه وړاندي او په تیره بیا د احمدشاه بابا څخه راوروسته په ټولو افتخاراتو کې ټوله قومونه او حتی قومي فرعي ښاخونه شامل کړو.
  5. خپل تاریخ وڅیړو، و یې لیکو، په نورو ژبو یې وژباړو، تصویر یې کړو او تر نورو یې ورسوو.
  6. هغه ټوله زیربنا او سیستم رامنځته کړو چې د نظام او حکومت بقا مو تضمین کړي او هیڅ بیګانه دا په خیال کې هم تصویر نشي کړلای چې دا ملت کې داسي درځونه شته چې خدای مکړه مات، ټوټه او وویشل شي.
  7. هیچا ته د یاغیتوب، باغیتوب، ناغیړی، ملي خیانت او د ولس یرغمال کولو بهانه او فرصت ورنکول شي او د مشترکو ارزښتونو په رڼا کې ټوله داسی کار وکړو او د دنیا د سیالو ملتونو سره ځان سیال کړو.
  8. تر ټولو مهمه دا چې خپل ټولنه له هغو ناوړه اعمالو وساتو چې له امله یې زموږ تیر تاریخ او شالید هم ورسره په منفی ډول اغیزمن کیږي.
  9. د سبا ورځي خطر او بیره په واقعبینانه توګه خپل ملت ته ترسیم کړو او د ملي یووالي، ګډ کار او ریښتیني خدمت مثمره نتیجه چې د ټولو سیمو او قومونو ته یې مساویانه، عادلانه او متوازنه ګټه ورسیږي معرفي کړو.
  10. د امریکا د متحده ایالاتو او ناټو غړو ملکونو خپلو ملتونو ته قناعت ورکړیدی چې د ټکس څخه راټولیدونکي پیسي یې د تروریزم پر ضد جکړي لپاره مصرف کړي. د دومره پیاوړو ملتونو قانع کول فقط د هغه خطرناک او بیرونکی (یروونکې)  حالت تصویر دی چې د تروریزم پر ضد د جګړي نه کولو له امله به واقعیت پیدا کړي. ډیر وخت داسي هم کیږي چې ملتونو ته د یووالي ساتلو، انسجام او همفکره کولو په موخه یو غیرواقعي بیره او خطر انځور کیږي او د هغه خطر د مخنیوي په لاره کې د مبارزي میوه لرونکي نتایج هم ورته پیشبیني کیږي. له بده مرغه چې افغانستان د فقر، بیوزلی او فساد یو خطرناکې مرحلي ته ور روان دی او لا تر اوسه دا خطرونه نه چا سم درک، تحلیل، ترسیم او تصویر کړيدي او نه هم د ملت سره دا بیره راپیدا شویده. کاشکي موږ په درواغو د خپلي خطرناکي سبا کاذبه بیره خپرولی لیکن اوس د یو کاذبي سبا لپاره د خوشباوری په داسي حد کې یو چې باور لرو د هیڅ نه کولو په بدل کې به هرڅه سم شي. دا بیځایه خوشباوري باید د یو منطقي چوکاټ له لاري په باور بدله شي.

په درناوي

انجنیر محمد  شریف علیزی

Comments
Loading...