د مور فلم په چین کې ميلیونونه روپۍ ګټلې

0 16

د هندي سېنما وتلې ستورې سري دېوي د مور په نوم فلم چې په ۲۰۱۷ مېلادي کال کې نندارې ته وړاندې شو، ډېرې زیاتې پیسې یې وګټلې.
دې فلم نه یوازې په خپل وخت کې ډېرې پیسې وګټلې، بلکې د ملي فلم ۶۵مه جایزه یې هم خپله کړه، خو هغه مهال سري دېوي مړه شوې وه.
سري دېوي د ۲۰۱۸ مېلادي کال د فبروري میاشتې په ۲۴مه نېټه د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د څلور پنځوس کلونو په عمر مړه شوه، خو یادونه یې لا هم له مینه‌والو سره تل پاتې دي.
د مور په نوم د هغې فلم په چین کې یو ځل بیا نندارې ته وړاندې شو چې په دوې ورځې يې ۲۷ کروړه هندۍ کلدارې وګټلې.
د هغې خاوند بوني کپور پر خپل ټویټر پاڼې لیکلي، د مور په نوم فلم په چین کې نندارې ته وړاندې شو او دا شېبه زما لپاره ډېره د خوښې وړ ده.

سرخط ورځپانه

Comments
Loading...