د شيلپا او سلمان له مينې پرده پورته شوه

0 185

له خپل واده نهه کاله وروسته شیلپا شېټي له سلمان خان سره د خپلې اړیکې په اړه خوله پرانیسته.
۴۳ کلنه شیلپا وايي، هغه مهال چې په کالج کې وه، پر سلمان یې زړه بایللی و، خو اوس داسې کومه خبره نه ده.
شیلپا وايي، اوس یو بریالی او له مینې ډک ژوند لري او ښه په کې خوشحاله ده.
خو شیلپا دا هم وویل چې له سلمان خان سره یې اوس هم ښه دوستانه اړیکه شته او کومه ستونزه ورسره نه لري.
۴۳ کلنې شیلپا او ۵۲ کلن سلمان خان په پنځو فلمونو کې يو ځای رول ادا کړی دی.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...