د «جګړې» فلم ښه روان دی

0 61

د «جګړې» په نوم د هندي سېنما د وتلیو فلمي ستوریو هرتهیک روشن او ټایګر شروف فلم له ریلیز کېدو وروسته د ډېرو مینه‌والو خوښ شوی دی.
دا فلم د اکټوبر په دویمه نېټه نندارې ته وړاندې شو چې په څلورو ورځو کې یې شاوخوا ۱۵۰ کروړه هندي کلدارې وګټلې.
د هندي سېنما څارونکی ترن ادارش وايي، د جګړې په نوم دا فلم ښايي په راتلونکې اوونۍ کې تر ۲۰۰ کروړو پورې هندۍ روپۍ وګټي. 
د هندي رسنیو د مالوماتو له مخې، تر دې مهاله دا فلم د ۲۰۱۹ مېلادي کال تر ټولو غوره اکشن فلمونو په قطار کې ګڼل شوی دی.
د سیدارتهـ اناند په لارښوونه دې فلم کې یو هندي عسکر ته دنده ورکړل شوې چې خپل پخوانی استاد چې په یوه غل بدل شوي وي، له منځه یوسي.

Comments
Loading...