د بالیووډ ناکامان

0 39

په بالیووډ کې کار کول د ډېرو کسانو یوه سرته تمه وي، خو ضرور نه ‌ده چې د ټولو کسانو دا خوب دې په رښتیا کېدو شي او ډېر کسان په دې برخه کې ناکامېږي.

خو د دې مطلب دا نه‌ دی چې په یوه انتخاب کې پاتې راغلل او ژوند یې په ټپه ودرېد، بلکې همدا خلک په بله برخه کې د خپل قسمت د ازموینې پر مهال بریالي ثابت شوي.

په همدې اړه د بالیووډ د ناکامانو په اړه یو نوملړ خپور شوی چې په سر کې یې د ټینکل کهنه په نوم اداکاره وايي، په بېلابېلو فلمونو او مشهورو ستوریو سره د کار کولو سربېره هم په بالیووډ کې نه ده بريالۍ شوې.

همدا راز، د ساحل‌ خان، میوری کانگو، کمار گورو، منداکنی، ډینو موریا او کِم شرما هغه کسان دي چې په بالیووډ کې یې خپل قسمتونه ازمایلي، سم نه ‌دې ثابت شوي، خو دوی اوس هر یو په خپله برخه کې تر ډېره بریده بریالي ګڼل کېږي.

Comments
Loading...