د اکشي کومار ګټور فلم

0 85

د هندي سېنما وتلي ستوري اکشي کومار فلمونه په وروستیو کې د هغه مینه‌والو نه وو خوښ کړي، خو د هغه تازه راوتلی فلم ښايي د هغه په فملي ژوند کې تاریخ جوړ کړي.
د «مېشن منګل» په نوم د اکشي کومار فلم چې څو ورځې مخکې د سېنماګانو پر پردو را ښکاره شو، نږدې دی چې ۱۸۰ کروړه پیسې وګټي.
دې فلم په دویمه اوونۍ کې په باکس افېس کې ټولټال ۴۹٫۹۵ کروړه پیسې وګتلې او ټاکل شوې په شپاړسمه ورځ یې ګټه ۱۸۰ کروړو ته ورسېږي چې دا به د اکشي کومار په فلمونو کې تر ټولو ډېر ګټور فلم وبلل شي.
د دې فلم کیسه د هند خلايي څېړنو ادارې د یو ماموریت د پنځونو په اړه راڅرخي چې په کې د دې سېنما وتلیو ستوریو لکه، ویدیا بلان، کېرتي کولهاري، سوناکشي سینها، تپسي پانو، شرمان جوشي او نیتایا مېنېن مرکزي رول لوبولی دی.

Comments
Loading...