د احمد ظاهر درې میرمنې «ناجیه، خالده، فخریه»

0 238

ناجیه په احمد ظاهر ګرانه وه، په مینتوب ېې واده کړی وه. د احمدظاهر نیږدې ملګري وايي: ناجیه غوښتل چې احمد ظاهر د خپل غږ له ښځینه مینه والو سره هیڅ ډول اړیکه ونه پالي. همدا اختلافات د دوي د بیلتون سبب شو. د احمدظاهر ملګری صفی اله ثبات د هغه او ناجیه د بیلتون کیسه داسې کوي: « احمد ظاهر راډیو کې سندره ثبتوله، ثبت ته تیاری روان وو چې یو ملازم سټدیو ته دننه شو. احمدظاهر ته ېې وویل چې دباندې ېې ورسره کار دئ. هغه ورسره ووت، شل پنځه ویشت دقیقې وروسته بیرته راغی، اوښکې ېې سترګو کې ډنډ وې، یو کاغذ ېې لاس کې وو، کاغذ ېې ورمړه او زما پرمخ ېې ګذارکړ، وېې ویل واخله! ما چې کاغذ پرانیست او ومې لوست، ناجیه ورڅخه طلاق غوښتی وو.» احمدظاهر په دې اړه ژوندون مجلې سره مرکه کې ویلي: « د ښځې بیلتون مې ډیر ځوروئ. د توافق او سازش نشتوالی زمونږ د جدايي اصلی سبب وو، او زه له دې ناحیې ډیر ځوریږم، ډیر زیات!» احمدظاهر د رشاد په نامه له ناجیه یو ځوی لري. ناجیه د ۶۱ کلنو په عمر، امریکا کې د ورپیښې ناروغۍ له کبله وفات شوې.
دویمه میرمن ېې خالده نومیده. خالده په احمدظاهر مېنه وه، خو هغه نه غوښته. د احمدظاهر ملګری صمد دار دار وايي: « دولت په زوره ور نکاح کړه، جبري! لومړی ځل ېې چې نکاح تړله، احمد ظاهرله نظارت خانې کورته وتښتید، خو حکومت بیرته ونیوه، بیا تر نظارت لاندې وو. یوه اونۍ بندي وو، د سر ویښتان ېې پرې وخرېل، نینواز ضامن شو او دی بیرته آزاد شو. خالدې ته ېې بیا بېل کور ونیوه.» په دې اړه د پغمان پخواني ولسوال اسماعیل محشور چې د خالدې د دوسیې د څیړلو د پلاوي غړی وو، په خپلو لیکنو او رسنیو سره په خبرو کې په زړه پورې څرګنډونې کړي چې کټمټ ېې راخلو: « احمد ظاهر د ۱۳۵۳ کال د کب په ۱۹ نیټه د خالدې په نوم د یوېې میرمنې د عریضې له کبله د کابل، ولایت ته جلب شوی وو. زه تازه د پغمان ولسوال ټاکل شوی وم، په همدې موخه ولایت ته د ځینو اداري کارونو د بشپړولو له پاره تللی وو، خو هلته د کابل والي ارواښاد محمود حبیبي راڅخه هیله وکړه چې د دندې له پېل وړاندې د خالدې دوسیه وڅیړم. خالده د احمدظاهر د زرګونو پلویانو او مینه والو له ډلې څخه وه چې له احمدظاهر سره ېې لیونۍ مینه درلوده. عرض ېې دا وه چې احمدظاهر سره ېې دوستي ډیره وړاندې تللې او اوس ورڅخه ګیډه کې ماشوم لري، ځکه نو احمدظاهر باید ورسره واده وکړي. د خالدې پلار ډګروال پَرګُل چې یو وخت کندز کې د ژاندارم قوماندان وو، ډیر لجوج او منفعت طلبه انسان وو. هغه له څیړنو وړاندې غوښتل چې احمدظاهر ده ته وسپارو چې په خپله خوښه سزا ورکړي، د احمدظاهر پلار ډاکترظاهر او دهغه کورنۍ ېې ښکنځله. احمد ظاهر انکار وکړ او د خالدې ادعا ېې رد کړه. هغه ټینګار کاوه چې د ده او د ماشوم وینه دې طبی معاینه شي اود څو تنو نورو د وینې د معاینې غوښتنه ېې هم وکړه. دا یوه ډیره پیچلې حقوقي او جنايي دوسیه وه. مونږغوښتل موضوع د څیړنې له پاره عدلي طب ته راجع شي، خو د ولایت لخوا مخالفت وشو. زه ېې د دوسېې له څیړنې وښکلم، پغمان ته لاړم او خپله دنده مې پېل کړه. څه موده وروسته خبر شوم چې خالده ېې احمدظاهر ته په نکاح کړې ده. په هر ملحوظ چې وو، احمد ظاهر خالدې سره نکاح وتړله، هغې ته ېې په شیرپورکې د حاجي نازکمیر په تعمیر کې کور کرایه کړ، خرڅ ېې د دریمګړي سړي په لاس ورلیږه، خالدې سره ېې قطعآ اړیکې پرې وي.
زه د ۱۳۵۳ او ۱۳۵۴ کلونو ترمنځ پغمان کې ولسوال وم. پغمان د افغانستان په تیره بیا د کابل د خلکو میله ځای ده، هلته به خلک راتلل، زه به خبریدم چې څوک ځي او راځي، په هغه ډله کې احمدظاهر هم وو. د ۱۳۵۴ کال د سرطان میاشت په نیماېې کې ماته د کابل د والي زنګ راغی، راته وېې ویل چې یو مجهول الهویه جسد د پغمان ولسوالۍ په مربوطاتو کې موندل شوی. هغه وخت که څوک له کابله شمالي ته تلل نو د خیرخانې کوتل سر ته په رسیدو، ښی لاس د شکردره او کیڼ لاس د پغمان ولسوالۍ اړونده سیمې بلل کیدې، چې همدا د چمتلې دښته ده. جسد د کوتل کیڼ لور کې موندل شوی وو.د موضوع په ارتباط مې د ولسوالۍ په استازیتوب یو تن له څارنوالۍ څخه ولایت ته واستاوه. دوه ساعته به نه وو تیر شوي چې د ولسوال زنګ راغی او په وارخطايی راته وویل چې احمدظاهر خالده وژلې او خپله تښتیدلی ده، دا زما او ستا دنده ده چې هغه ونیسو. ما ورته وخندل چې احمدظاهر نه ده تښتیدلی، هغه له سهاره تراوسه همدلته پغمان کې ده. د دې خبر په اوریدو والي خوشاله شو او وېې ویل چې له مرکزه کسان رالیږي ترڅو احمدظاهر ولچک کړی کابل ته راولي. زه هم د والی په امر له دفتر څخه ووتم د طاق ظفر په لور وخوځیدو. کاته مې چې له پاسه د احمدظاهر فولکس واګن موټر زمونږ خوا ته راروان ده. غوښتل ېې چې له مونږ تیر شي خو موټر مو ودراوه. زه ېې وپیژندم له موټره ښکته شو او په ټوکه ېې راته وویل: « خیریت ده باداره! بیا خو به چا عرض نه وي کړی چې ما احمدظاهر ته په نکاح کړې ؟!» ما ورته وویل: هیچا نه، خبر شوم چې پغمان ته راغلی ېې، ما ویل لږ دې وګورم. هغه وویل: « والله اوس وخت نه لرم! میلمانه هم راسره دي» په هرصورت احمدظاهر مو ولسوالۍ ته راوست. له هغه سره درې ملګري وو، یو نارینه دوه ښځې. یوه ېې فخریه نومیده چې د احمدظاهر ملګرې وه، بل د محمدقاسم په نامه عکاس وو او ورسره د شفیقې په نامه د هغه ملګرې. ولسوالۍ کې مې احمدظاهر ته چای راوغوښت. له هغه مې د خالدې په اړه پوښتنه وکړه چې ترې خبر ده کنه؟ ظاهر په ډیرې کرکه وویل چې ترې نه ده خبر. ما ورته وویل که ناروغه وي؟ وېې ویل بلا مې ورپسئ! پنځه دقیقې وروسته مې بیا وپوښته که داسې احوال راشي چې خالده ټپی شوی؟ وېې ویل: ما ته هیڅ مانا نه لري! ورته ومې ویل: ظاهرجانه که کوم څوک راشي او درته ووايي چې خالده وژل شوې ده بیا؟ ناڅاپه ېې وویل: نه! زه د هیڅ ځوان په مرګ نه خوشالیږم! ما ورته وویل چې مه وارخطا کیږه، ژوند کې دا کیسې وي، خالده وژل شوې ده او ته ېې قاتل نیولی ېئ. د احمدظاهر بڼه بدله شوه، د چای پیاله ېې کیښوده او وېې ویل: تاسو ېې منئ؟ ما ورته وویل چې پوره شواهد نه وي موجود، نه ېې منم! لږ وخت وروسته له کابل څخه د پولیسو قوا راورسیده، احمد ظاهر ېې ولچک کړی موټر کې کښیناوه او کابل ته ېې بوته.
په سبا ېې د والي لخوا کابل ته احضار شوم، هلته د خالدې پلار پرګُل خان شوربګد جوړ کړی وو چې زما قاتل ډاکتر ظاهر او خپله احمدظاهر ده. د موضوع د څیړنې له پاره د والي تر نظر لاندې یوه هیت وټاکل شو چې هغه کې د کابل ولایت د څارنوالی ریس محمد امین حایل، د کابل ولایت جنایی آمرسمونیارعبدالرب او زه محمد اسماعیل محشور شامل وو. د هیت ټول غړي په دې باور وو چې احمدظاهر قاتل نه ده. والی هم زمونږ نظر درلود، خو هغه نه ښوده. موضوع ډیره پیچلې وه، مجبوره شو پولیسي تعقیب وکړو، د خوبان په نامه مو یوه میرمن چې د خالدې خورلڼه وه او کور ته ېې هر وخت تله راتله تر تعقیب لاندې ونیوه. خوبان چې وړوکی ماشوم درلود ډیره ناکراره وه او ویل ېې چې خوشې ېې کړو. د جنايي آمرهڅه وکړه چې له هغې خبرې واخلي، بلاخره خوبان وویل چې ما ته به څه نه وايي! هغې سره موهسې ژمنه وکړه او د حشمت په نامه ېې یو کس چې کارته چهار کې اوسیده مونږ ته په ګوتو راکړ. حشمت جلب شو، هغه بې حده لجوج سړی وو، سپکې سپورې ېې ویلي، له همدې کبله هیت ولچ کړ. خوبان بیا تر څارلاندې ونیول شوه. خوبان مو د هغې د ماشوم له پاره په ضمانت خوشې کړې وه. هغه مو بیا وپوښتله بلاخره ېې اقرار وکړ چې حشمت خالده وژلې ده. حشمت څخه بیا تحقیق پیل شو، اقرار ېې نه کاوه. اوه شپې وروسته په خبرو راغی او ویل ېې چې خالده د ده او خوبان د مینې ترمنځ خنډ وه، ځکه ېې له مخې چپ کړې. دا دوسیه ډیره پریړه او وزمینه وه، شاوخوا اوه نیم سوه پاڼې ېې درلودې. په دوسیه کې راغلي چې یوه شپه خوبان او حشمت له یو چا څخه یو موټر اخلي، بیا دوی درې واړه د باغ بالا هوټل ته ځي هلته شراب اخلي او هغه څښي، بیا له هغه ځایه حرکت کوي چې شمالي ته لاړ شي، د لارې په اوږدو کې پداسې حال کې چې غرق نشه وي، د خیرخانې کوتل د سړک له غاړې دیوال باندې درې واړه کښیني.(حشمت نومي له خالدې او خوبان دواړو سره اړیکې درلودې، چې خوبان له دې ناحیې ځوریده) حشمت خوبان ته وايي : ووایه چې ماسره مینه لرې! خوبان هغه ته وايي: ته ېې واویه چې ماسره مینه لرې! هغه ورته د مینې اقرار کوي، خوبان ېې ټینګوي چې ورته ثابت ېې کړي؟ هغه چاړه راباسي او د خالدې په ټټر څو ګذاره کوي، خوبان ته وايي چې زمونږ د مینې دښمنه همدا وه دا ده ثابته مې کړه او خالده وژل کیږي. دوی د خالدې جسد د سړک له غاړې شاړې مځکې ته کشکاږي او خپله مخه کوي. مړي څنګه پیدا شو؟ هغه داسې چې د کابل ولایت د زراعت مدیر د کوم کار له پاره کاریزمیر ته تللی ېې، له هغه ځایه چې بیرته راګرځي په لار کې جسد ویني، ولایت ته زنګ وهل کیږي او بیا هغوي مونږ سره تماس نیسی چې په دې ترتیب جسد پیدا کیږي.» خالده د کابل په شهدا کې ښخه شوې.
فخریه د احمدظاهر دریمه میرمن وه. وړاندې یاده شوه، کله چې احمدظاهر د خالدې د قتل په تور پغمان کې نیول کیږي، هغه سره موټر کې د فخرېې په نامه یوه میرمن هم وه. فخرېې هغه مهال له ولسواله غوښتي وو چې احمدظاهر سره ېې باید ژر تر ژره نکاح وتړل شي. هغې څخه د څیړنو پایله کې څرګنده شوې وه چې د هارون په نامه یو کس سره ېې له وړاندې نکاح تړل شوې وه. وروسته چې بیا احمدظاهر له زندان څخه آزادیږي، له فخرېه سره رسمآ واده کوي. فخریه اوس امریکا کې ژوند کوي او د شبنم په نامه یوه لور لري. شبنم د احمدظاهر د مرګ په ورځ زیږدلې.
پداسې حال کې چې د احمدظاهر کورنۍ او مینه وال، حفیظ اله امین او د هغه ډله د احمدظاهر په وژنه تورنوي، د عدلیې پخواني وزیرعبدالحکیم شرعي جوزجاني ویلي چې ګویا امین، احمدظاهر له زندان څخه آزاد کړی. عبدالرووف لیوال په دې اړه د نوموړي لیکنه داسې ژباړلې: « مخکې له دې چې د دهمزنګ له عمومی زندان څخه لیدنه وکړم، اودعفوې د فرمان اود مجازاتو د تخفیف طرحه جوړه شی، یوه ورځ زما سکرترنعیم خان راته وویل چې، نامتو سندرغاړی احمد ظاهرله یوه پولیس سره راغلی اوغواړی تاسو سره وګوری، سمدلاسه دعارضینو د هرکلی خونې ته ورغلم او احمدظاهرمې راوغوښت، په ډیره مهربانۍ مې ورڅخه وپوښتل:( تاسوته څه خدمت اومرسته کولای شم ؟) هغه چې ډیرخواشینی اوناهیلی معلومیدو، راته یې وویل:( څوکاله کیږی چې، دخالدې نومې دوژنۍ په ناحقه توربندی یم ، د خالدې پلار پرګل ځاځی چې له لوړپوړو چارواکو سره اړیکې لری، پرما دعوی کړې، دا قتل په ما پورې اړه نه لری، اوتراوسه دما د الزام په هکله هیڅ کوم مدارک اودلایل هم نه دی پیدا شوی، خوڅوک نشته چې زما شکایت واوری، په داسې حال کې چې قاتل معلوم دی اوپه خپل جرم یې اعتراف هم کړی، له تاسوغواړم که زما عرض واوری.)
د هغه عریضه مې ولوسته، همدا ټکی په ټکی پکې لیکل شوی ول، دعریضې لاندې مې دکابل د محکمې رییس ته ولیکل (( دعارض شکایت دقانون سره سم وڅیړئ اوماته خبرراکړئ))
احمدظاهرته مې وویل، د خواشینی ځای دی چې تاسوغوندې نامتو سندربول په زندان کې وی، ستاسوځای د هنرمندانوپه ډله کې تش دی، اوس داعریضه د کابل ولایت محکمې ته یوسه، زه ستاسو دعریضې اوخلاصون په هکله د قانون په رڼا کې اقدام اوله هیڅ رازمرستې نه دریغ نه کوم. هغه مننه وکړه اوله پولیس سره یو ځای له خونې ووت.
سمدستی مې د احمد ظاهر دوسیه راوغوښته، خود هغه دوسیه په آرشیف کې نه وه، وروسته معلومه شوه چې د هغه دوسیه د عدلیې وزارت په یوه لوی اومهم سیف کې ساتل شوې وه، دا سیف ډیرلوی او تقریباً یوټن دروند وو او په څو کلیانو د تخنیکی لارښود نه وروسته خلاصیده. باشی (خانه سامان) له هغه رمز نه چې ورسره وو داسیف خلاص کړ، د احمدظاهر له دوسیې سوا، دوه نورې دوسیې هم په سیف کې موجود وې، چې یوه یې د داوود خان د اساسی قانون دوسیه وه، چې وروسته له تصویب د پارلمان د ټولو وکیلانو لاسلیکونه پرې باندې ول.
دوهمه دوسیه هم د هغه شپږ تنو بزګرانو وه چې په رڼا ورځ د سرپل د بوغایی کلی د ځمکو د شخړې په سر د پارلمان وکیل کمال الدین خان اسحقزی د زوی اکبرخان له خوا سوزول شوی ول، د دې دوسیې په لیدلو سره هک پک حیران پاتی شوم، ځکه ما فکرکاوه چې دا دوسیه به ډیره پنډه وی اوڅوزره پاڼې به لری، خوکه ګورم چې ایله ۲۰ تردیرشو پاڼې یې درلودې، داسوزول یې مغلوبه جنګ بللی وو اوبس، ددوسیې په پای کې داسې انګیرل کیده چې ګواکې دواړو خواوو سره سوله کړی وی اوکمال الدین خان حاضر شوی وو چې ۶۰۰ جریبه ځمکه د وژنې په پورکې ورکړی، تر څو دوژل شویو کورنۍ له خپلې دعوې نه انصراف وکړی.
دریمه دوسیه چې ډیره پنډه اوله زرو زیاتې پاڼې یې درلودې هغه د خالدې د وژلودوسیه وه، چې خالده د احمدظاهردوهمه ښځه او د پرګل ځاځی لوروه، د پیښې هغه انځور چې اخستل شوی وو د خالدې جسد یې په یوه تنګ او چسپ لباس کې ښوده، چې په بد رقم وژل شوې وه او په سینه یې د چړې څو ګوزارونه لیدل کیده چې د هغې زړه یې څیرلی وو.
د مستنطقینو په قول، خالده چې په احمد ظاهر یې زړه بایللی وو، غوښتل یې چې هغه سره واده وکړی، خو احمد ظاهرترې ډډه کوله او د هغې ټینګارته یې په دې هکله بابیزه جواب ورکاوه، په پایله کې خالدې د کابل والی ته عریضه کړې وه چې له احمد ظاهرنه بلاربه شوې اوهغه مجبوردی چې له هغې سره واده وکړی، خواحمدظاهر نه منله او ټینګ ووچې زما وینه دې د ماشوم له وینې سره معاینه شی.
وروسته له ډیرې لانجې بلاخره احمد ظاهرد هغې سره واده ته اړسو او واده سرته ورسید.
خو په هغه شپه چې خالده دیوه ځوان له خوا د حشمت په نوم د چمتلې په دښته کې وژل کیږی، احمدظاهر نه وو موجود او په دوسیه کې هم د احمد ظاهرهیڅ ډول اعتراف نشته، یواځې یوه ښځه دخوبان په نوم د قاتل د معاون په توربندی وه اوهغې هم په څوعریضو کې ادعا درلوده چې د شکنجې په واسطه ترې اقرار اخیستل شوی او ویلی ووچې د خالدې وژل د احمد ظاهرپه لارښونه شوی دی.
شرعی وړاندی لیکی په هر حال ما موضوع له حفیظ الله (امین) سره شریکه کړه، او د احمدظاهر په هکله د عفوې د فرمان اخیستلو په لټه کې شوم او د هغه نظر مې وغوښت او داسې مې ورته وویل [احمدظاهر د پښتو او دری سندرو په ویلوسره نه یواځې په افغانستان، بلکې په سیمه کې ساری نه لری. څومره به ښه وی که خلقی دولت د نوروهنرمندانو په ډله کې دا نومیالی هنرمند هم ولري]
امین هم د احمد ظاهرخوشې کیدلو ته لیوال وو، له مانه یې وپوښتل ؟ آیا احمد ظاهرپه دوسیه کې په قتل اعتراف کړی که نه؟ ماورته وویل چې په دوسیه کې د احمد ظاهرهیڅ ډول اعتراف نه ده راغلی، سربیره پردې هغه په کومه شپه چې قتل شوی، دپیښې په ځای (چمتله) کې له سره نه وو.
امین وویل (په ریښتیا سره هغه په خلکو ډیرګران دی، زه هم دهغه د خلاصون طرفداره یم، افسوس چې داسې یو هنرمندپه زندان کې پاتې دی، دا کارماته پریږده، زه د هغه د عفوې فرمان له تره کی صاحب نه اخلم، تاسوهغه همدا نن د هغه کورته واستوی)
ماسمدلاسه دکابل دمحکمې رییس ته لارښوونه وکړه چې، احمدظاهرله زندان نه راوغواړی اوهمدا نن یې خپل کورته ورسوی او ورته ومې ویل چې دهغه د عفوې فرمان سبا تاسوته دراستول کیږی.»

د عزیز نائبي له وال څخه

Comments
Loading...