داسې فلم چې ګټلې پیسې یې له شمېرلو وتلې

په بالیووډ کې د فلمونو د ګټلو پیسو زور په خواري تر یو څو میلیونو ډالرو ورسېږي، خو راځئ نن د هالي ووډ د یوه داسې فلم په اړه ولولئ چې تر يو میلیارډ ډېر ډالر یې ګټلي دي.
دا فلم لیک پینتهر نومېږي او سږ کال خپور شوی، خو د هالي ووډ مشران وايي، دې فلم ټول ریکارډونه مات کړي.
د دې فلم له خپرېدو یوازې یوه میاشت کېږي، خو د ګټلو پیسو شمېر يې د نورو فلمونو له کلونو ګټلیو پیسو زیات دی.

دا هم باید په یاد ولرو چې دا فلم په شمالي امريکا کې درېیم فلم دی چې تر ټولو زیات لګښت هم پرې شوی، مګر تر اوسه ترې ډارک نایټ او دي ایوینجرز لا هم مخکې دي.
په دې فلم کې ډېری شاهي روایاتونه او تر خوا یې د نوې ټیکنالوجي تر ټولو قوي بڼه کارول شوې او همدا ډول یې په یوه ورځ د نړۍ تر ټولو د زیاتو پیسو د ګټونکي فلم ریکارډ ګټلی دی.

دا فلم د فبروري په شپاړسمه نندارې ته وړاندې شوی او لا هم ښه په درز کې په ګټه بوخت دی.

سرخط ورځپاڼه

Categories: سینما او فلم

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.