خبر به نه واست چې شاه‌رخ د واده په شپه چېرې و؟

د بالیووډ پاچا شاه‌رخ خان چې پر هندي سېنما يې نږدې ۲۵ کاله راج وچلاوه، که څه هم ویل کېږي چې اوس ښه نه دی روان، خو بیا یې هم د میلیونونو انسانونو زړونه په منګول کې دي.
راځئ نن په دې پوه شئ چې خان د خپل واده شپه چېرې او څنګه تېره کړې.
د شاه‌رخ خان یو عادت دی چې کله هم رسنیو ته حاضر شي، یوه نابلده خبره کوي. خان وايي، د بریا تر شا یې د مېرمن ګوري خان لوی لاس دی، خو هغه پرون د خپل ګډ ژوند له رازه یوه بله پرده پورته کړه.
شاه‌رخ خان وايي، د واده لومړۍ شپه یې په کور نه وه، بلکې د یوه مهم فلم په تصویر بندۍ بوخت و او ټوله شپه یې شوټنګ کړی دی.
هغه په دې اړه له نور څه ویلو ډډه وکړه، خو دومره یې وویل، تر اوونیو دا تازه خبر بس دی.

سرخط

0