خان د ځوانانو او پريانکا د نجونو ميره شوه

سلمان خان او پریانکا چوپړا چې تر ډېره د تفریحي پروګرامونو کوربانه وي او په هند سربېره د نړۍ له مشهورو او اغېزمنو شخصیتونو ګڼل کېږي، تازه یې یو بل ویاړ هم وګاټه.

د امریکا یوې تفریحي سوداګريزې مجلې د نړۍ د هغو ۵۰۰ کسانو نومونه خپاره کړي چې په تفریحي برخه کې ډېر اغېز لري.
په دې کسانو کې د سلمان خان او پریانکا چوپړا نومونه هم په ډېر ښه ځای کې راغلي دي، خو تر خوا یې د کرن جوهر، ایکتاکپور او ادیتا چوپړا نومونه هم ځای شوي دي.

تر دې وړاندې د پریانکا چوپړا نوم د نړۍ د مهمو، اغېزناکو او قوي‌ترینو مېرمنو په لیسټ کې هم راغلی و.

سرخط ورځپاڼه

Categories: سینما او فلم