بې‌باکې نجلۍ اخير چادري واغوسته

0 913

د هندې سېنما مشهوره او بې‌باکه ستورې راکهي ساونت تېره ورځ په چادري کې محکمې ته تللې او خلک يې يو ځل بيا حيران کړي دي.
دا د هندي سېنما يوه له خورا جنجالي فلمي ستورو څخه ده چې وخت ناوخته يې بې‌باکيو ورته ستونزې پيدا کړې وي.
څه موده وړاندې يې په يوه ټلوېزيوني مرکه کې د راماين د ليکوال والکمي سپکاوی کړی و او هغه يې له سندرغاړي ملکها سره پرتله کړی و. 
د راکهي ساونت دغو ځرګندونو د لدهيانه اوسېدونکي خورا غوسه کړي وو، دومره چې حتی دې بښنه هم وغوښته، خو هغوی ځنې ورتېر نه شول.
تېره ورځ په بشپړ حجاب کې محکمې ته تللې او خلک يې په دغه کار لا پسې حيران شوي دي.
اوس نجلۍ په ضمانت خوشې شوې او ممبيي ته تللې ده.

تر دې وړاندې په وار وار د اغلې ساونت بربنډ وېډيو کليپونه او انځورونه هم خپاره شوي.

 

Comments
Loading...