اکشې کمار هم د ناکامي په خوند پوه شو

داسې ښکاري چې د ګټې وټې له‌ پاره نن سبا د هندي سېنما یا بالیووډ ورځ خرابه شوې ده، ځکه د شاه‌رخ خان او سلمان خان په څېر مشهورو فلمي ستورو فلمونه هم په‌کې یو په بل پسې ناکامېږي.

لومړی د سلمان خان ‘”ټيوب لایټ ” او ورپسې د شاه ‌خان “جب هیري میټ سیجل‎” نومي فلمونه د عاید له پلوه ناکام وبلل شول، خو اوس تازه د اکشې‌کمار “ټوایلټ ایک پرېم کتها” هم له همدې برخلیک سره مخ شو.

اکشې چې دې فلم ته یې زیات زیار ایستی و او همدا ډول یې ښه پروموشن هم وکړ، مګر له دې ټولو هیلو سره سره یې ایله یوازې په لومړۍ ورځ ۱۳ بيليونه هندۍ کالدارې وګټلې او بس!

اکشې‌کمار د هندي سېنما یوازېنی هندو مذهبی ستوری دی چې له خانانو سره ټکر وهي او فلمونه یې ښه بازار پیدا کوي، باقي هر څه د خانانو په ګټه څرخي، خو اوس چې خانان له عامر خانه پرته ناکام روان دي، اکشې‌کمار هم ورسره په همدې لار روان دی.

سرخط ورځپاڼه

Categories: سینما او فلم

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.