اوینجر فلم په یوه اوونۍ کې تر کرړونو واړوله

0 28

د اوینجر اینډ ګیم په نوم فلم په راوتلو سره په اوله اوونۍ کې له نوازې ۲۶۰٫۴ کروړه پیسې وګټلې، بلکې نوي ریکارډونه جوړ کړل.

دې فلم په ۲۰۱۹ مېلادي کال کې د ویکي کاوشال په لارښوونه جوړ شوي یوري ده سرجیکل سټرایک فلم هم شاته پرېښود او په هندوستان کې یې د دنګل، سنجو او ټایګر زنده‌ هي فلمونو ریکارډونه هم مات کړل.

د یوري فلم په هندوستان کې ټولټال ۲۵۰ کروړه پیسې ګټلې وې، خو د اوينجر په نوم فلم په یوازې په یوه اوونۍ کې ۲۶۰٫۴ کرړه وګټلې او د دې تر څنګ یې باهوبلي۲، پراباس، رانا داګوباټي فلمونه شاته پرېښودل.

د سوداګري شنونکی تارن ادارش وايي، د اوينجر په نوم فلم په لومړۍ ورځ ۵۰ کروړه، په دویه ورځ ۱۰۰ کروړه او درېیمه ورځ یې ۱۵۰ کرړه پیسې ګټلې دي چې سږ کال دا د هندي فلمونو په منځ کې یو تر زیاتو فلمونو ګټونکی بلل شوی دی.

په دې فلم ۳۵۶ ميلیونه ډالره بودجه لګول شوې چې لارښوونه یا ډایرېکټري یې انټوني روسو او جیو روسو کړې ده.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...