امیتابهـ بچن؛ روژه مينه او امن دی

0 43

د بالیووډ ځینو ممثلانو تر څنګ د دې سېنما مشهور ستوري امتابهـ بچن او وتلي اداکار او ډاريکټر رشي کپور د نورو کلونو په څېر سږ کال هم د روژې مبارکې میاشتې په راسېدو ټولو مسلمانانو ته مبارکي ویلې ده.
د هندي سېنما وتلی ستوری امتابهـ بچن چې د بالیووډ په شهنشاه هم مشهور دی، د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت یې په خپل پیغام کې ویلي، د روژې مانا مینه، امن او د یو بل پېژندل دي.
دی هر کال د روژې په رارسېدو سره مسلمانانو ته د دې میاشتې مبارکي وايي او د هغه تر څنګ یو بل وتلی اداکار او ډاريکټر رشي کپور په خپل پیغام کې ټول مسلمانان خپل وروڼه یاد کړي او د دې میاشتې مبارکي یې ورته ویلې ده.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...