پاکستان دا ځل د خپلې بقا جګړې ته روان دی

درې ورځې وروسته به د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف، بېجينګ ته د سفر موزې په پښو کړي. له هغه ځايه به د پوتين ديدن ته ماسکو ته ولاړ شي، بيا به په انقره کې د اردوغان دروازه وټکوي او له هغه وروسته به په واشنګټن کې د ډونلډ ټرمپ لمن نيسي.
دا د پاکستان د بقا د جګړې لومړی پړاو دی، پاکستان د سيمې بدماشان راننګوي، خو په ضمن کې له زورور څخه يو بل چانس هم غواړي چې پر دغه هېواد زړه وسوځي.

موږ نه وايوو چې د پاکستان د بقا جګړه، يانې که دغه جګړه پاکستانيان وبايلي، هېواد به يې دړې وړې شي، پاکستان به پاکستان وي، خو نېښ به نه لري. پاکستان به وي، خو دومره څه به په لاس کې نه لري چې ترهګر پرې ژوندي وساتي، پاکستان به وي، خو له تندې به مري، پاکستان به وي، خو د بېګا په ډوډۍ پسې به حيران وي، پاکستان به وي، خو د بمونو او باروتو پر ځای به ورڅخه تسپې او مسواکونه صادرېږي، پاکستان به وي، خو د کابل او کشمير د نيولو د خوبونو پر ځای به، بلوڅو او سينديانو ورباندې په کور دننه د ارام خوب حرام کړی وي.

پاکستانيان به توبې باسي، په تېرو ګناهونو او جرمونو به پښېمانه وي، زارۍ به کوي چې څوک دې شر نه وررسوي، د خير تمه به دوی نه کوي، د خدای يو ملنګ هېواد به وي، نيم ولس به يې په رايونډ کې راغونډ وي، نيم به يې د شهباز قلندر پر دربار ترانې وايي، نيم به يې د پيرانو او حضرتانو عرسونه نمانځي او دا به هغه حالت وي چې پاکستان به وي، خو پاکستان به نه وي.

پاکستان که احياناً د خپلې بقا دغه جګړه و هم ګټي، پاکستان به بيا هم تاواني وي. هغه مهال به همداسې پاکستان وي، بدماشي، بې‌لارې او ګناهونه به کوي، پاکستان به لړم وي، خو په هوده کې به وي.

پاکستان که دغه وروستۍ جګړه په هر څومره درانه قيمت و هم ګټي، بريالی ورڅخه نه‌شي وتلای، پاکستان به هغه مهال دويمه شمالي کوريا وي، څو بمونه او راکټونه به يې په ځان پورې تړلي وي او د بارډرونو په نوم به د څو فرضي کرښو په دايرو کې ايسار وي.

پاکستانيان تر ډېره پورې د جګړې په رخ بدلولو، ځان بې‌ګناه ښوولو او دسيسه جوړولو کې بلا کوي، خو دا ځل دغه هوښياره مرغۍ په غبرګو پښو نښتې ښکاري.
دوی اوس هڅه کوي لومړی په سيمه کې نړۍ ته خپل ګاونډيان پر دوی ملامت وښيي. هغه واورې چې اوس يې برف کوچ پر دوی ور روان دی، د ګاونډيو پر بامونو وغورځوي، پر ځان ځينې بريدونه وکړي، ځان مظلوم وښيي او په ضمن کې له خپل قوي مقابل اړخ سره يو ډول نه يو ډول ځان همغږی وښيي.

د همدې هڅو په لړ کې پرون د پاکستان د دفاع وزير خرم دستګير د دغه هېواد ملي شورا ته په خپلو څرګندونو کې ويلي دي چې د ترهګرو پټنځايونه له يوې مخې ټول په افغانستان کې دي او پاکستان د ترهګرو د قرارګاه په نامه څه نه لري.
ښاغلي دستګير وړاندې ويلي چې د افغانستان د “څلور سوه او اوو” ولسواليو له ډلې، دا مهال يوازې “شپېته” ولسوالۍ د حکومت په واک کې دي او پاتې نورې ټولې له طالبانو سره دي.

د ده په خبره، د ترهګرو ټول مرکزونه په همدې ولسواليو کې دي.
طالبان هم بلاوې خلک دي، پر پاکستانيانو يې غلط راپور تېر کړی، ښايي له جي‌ايچ‌کيو څخه طالبان د درې سوه او اووه څلوېښتو ولسواليو بوديجه اخلي، ځکه خو ښاغلی دستګير داسې ډاډه لګيا دی، کنه رسمي خو د افغانستان ټولې ولسوالۍ درې سوه او څلور شپېته دي چې که ډېر هم د طالبانو طرف ونيول شي؛ نو څلور شپېته ولسوالۍ دې د دوی وبلل شي.
خرم دستګير وړاندې وايي، د داعش په اړه د امريکا او پاکستان نظر يو دی او دواړه غواړي داعش ختم شي.
دا هماغه ټکی دی چې پاکستان کوښښ کوي له زورور مقابل اړخ سره خپل مشترکات زيات کړي.

خو طالبان به چېرته ځي؟ د کوټې، پېښور او کراچۍ شوراګانې به څنګه کېږي؟ هغه په لاهور کې د هبة الله د هني‌مون ټيکټونه او د سفر بيلونه خو به هم ځواب غواړي؟
يوازې په کوټه کې د نوي کلي، کچلاغ، عالمو، پښتون‌اباد، خروټ‌اباد او زرغون روډ سرايونه به څوک پټوي؟ په شهباز ټاون، بانو روډ او… به طالبانو ته راروانې د پيسو حوالې په څنګه پردو پټېږي؟
د داعش په اړه د خرم دغه خبره هغه احتمال هم لا قوي کوي چې پاکستان د روس او ايران لکۍ نيولې.

روسيه او ايران دواړه په سيمه کې د داعش له مخ پر زياتېدونکي نفوذه وېره لري او د پاکستان چې د امريکا له رحم و کرمه تمه وخته، د روس او ايران پر خوا يې مخه ونيوه.
اوس به پاکستان د داعش پر ضد سپکې سپورې وايي، کسان به يې نيسي، روس او ايران ته به يې سپاري، خو په ضمن کې غواړي دوی ته د روس او ايران دغه ورسپارل شوی ماموريت پر امريکا هم خرڅ کړي، له هغوی هم مرسته واخلي او يو ځل بيا تر بوسو لاندې اوبه تېرې کړي.
خو دا ځل پاکستان ته دوسه “دو سره” جوړه ده او په دواړو خواوو کې يې ماتې په برخه ده.

نه ورباندې روسيه، ايران او چين د يوه ښه ملګري په توګه باور کولای شي، نه بېرته د امريکا زړه لاس ته راوړلای شي.
هلته د روس، ايران او چين تش په لاس ورغلی لستوڼی، هلته ورڅخه د امريکا اخيستی لاس، په کور دننه د بلوڅو او سينديانو د خپلواکۍ ورځ تر بلې تودېدونکي خوځښتونه، پورې غاړه د هند قوي کېدل او امريکا ته نږدې کېدل او په بغل کې د افغانستان غوندې ګاونډی هېواد چې هم يې مخ اړولی، هم پر اوبو لاس وهي چې ورباندې وچې يې کړي او هم يې انتقام ته د لسيزو قهر او غوسه په زړه کې اېشي.

سرخط ورځپاڼه

Categories: سیمه او نړۍ

Pin It on Pinterest