خان پان پلمه کړ

په داسې حال کې د شاه‌رخ خان نوی فلم “جب ہیری میټ سیجل” خپرېدو ته نږدی شوی، خان له انوشکا شرما سره د پان خوړولو په پلمه تر بنارس پورې رسېدلی دی.

د بنارس پان په هند کې خورا مشهور دی او ډېر مینه‌وال هم لري.
که څه هم خان ویلي چې غواړي له پان څخه خوند واخلي، خو هلته یې د خپل نوي فلم له‌پاره کمپاین پیل کړی دی.

شاه‌رخ خان په دې ورځو کې په بېلابېلو ډولونو د خپل فلم له‌پاره کمپاین کوي، په داسې حال چې تر ټولو سخت سیال عامر خان یې کرار ناست دی او وايي، نه غواړي د خپل فلم لیدو له‌پاره خلک وروبولي.

سرخط ورځپاڼه

Categories: سیمه او نړۍ