د انسان له غوښې او هوش څخه جوړ روباټ

0 1,462

د روباټ په اړه په سرخط کې بېلابېل مطالب درته خپروو، خو تر اوسه د دې روباټونو جوړښت یوازې په پلاسټیک او نورو پورې محدود و، خو پوهېږئ اوس داسې روباټ جوړېږي چې غوښه او هوش به یې د انسان وي.

د اکسفورډ پوهنتون دوو څېړونکيو پیرالکسیس موتوي او اندریو کار په ساینس روباټيکس مجله کې یو مقاله لیکلې او هلته یې استدلال کړی دی چې انسان ته ورته روباټونه ښايي هغه ابراز ولري چې د پوست د حجرو د تولید له پاره اړین دي.

اوس د انسان د پوست حجرې په بیو راکټورونو کې روزل کېږي، خو ستونزه دا ده چې دا حجرې په هغه صورت کې ښه وده کوي چې د انسان سلکيټ ته پر ورته مېکانیزم خپرې وي او حرکت ولري، مګر بیو راکټورونه انسان ته ورته سکليټ او حرکت نه لري.

له همدې کبله په لابراتوارونو کې تولید شوي پوستونه او عضلې عصبې سټرس او کششونه نه تجربه کوي او کولای نه شي چې د انسان د پوست په شان منعطف وي.
اوس د اکسفورډ پوهنتون څېړونکيو سپارښتنه کړې ده چې دا ستونزه انسان ته ورته روباټونه حلولالی شي.
هغوی وایي چې کېدای شي له انسان ته ورته روباټونو څخه بیوراکټورونه جوړ شي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.