ټکنالوژي او د وخت ارزښت

قدرت الله هېوادپال

0 48

د ټکنالوژۍ اصل هدف د انساني توانونو بهترول دي، يا پر بله وينا د ژوند آسانول دي، د انسان په وده کې د ټکنالوژۍ له ارزښت انکار نه کيږي، له ليکلو نيولې تر بريښنا، انټرنېټ او ټليفون او نن سبا خلاوو ته د انسانانو ليږل ټول د ټکنالوژيو بيلګې دي چې د انسان توانونه يې څو چنده لوړ کړي دي، زموږ دلته بحث د معلوماتي ټکنالوژۍ پر معاصرو وسيلو دي چې څرنګه د انسان د وخت ضياع سبب ګرځي، او غیر مؤثر او ګټور استعمال يې دوديږي.

موږ مؤثريت د وخت د بهترې ګټې له نقطې نظره ارزوو، وخت محدوده پديده ده، په بله وينا انسان په ژوند کې ټاکلی وخت لري او هڅه بايد وکړي چې له همدې وخته بهتره ګټه واخلي، ورسره په پای کې ادارو لپاره د کارکوونکو د وخت ضياع پر بيه هم لنډ غږيږو.

د ټکنالوژيو پر وړاندې مزاحمت د انسان د سلوک او عادت برخه ده، او تاريخ ترې ډک دی، کله چې د چاپ ماشين راغی نو عثماني خلافت يې تر ديرشو کلونو مخالفت کاوه تر څو چې ټوله نړۍ ترې مخکې ولاړ او د دوی د رکود سبب شو، د نن له ټکنالوژۍ سره مزاحمت هم څه نوې خبره نه ده، خو د نوې ټکنالوژۍ له نورو سره لوړ توپير زموږ په ورځني ژوند کې د دې وسيلو بې حده تداخل دی، او که چيرې د دې ځيرکو وسيلو په استعمال کې څوک ځيرکه وانه اوسي نو ښايي چې له ګټې ډير يې په تاوان تمام شي.

د ۲۰۱۰م کال يوه څيړنه چې د انټل مايکروپروسسر شرکت په مالي مرسته عملي شوې وه وايي چې په اوسط ډول د کمپيوټر کارکوونکی د کاري ورځې ۴۳ دقيقې د کمپيوټرونو پيلولو، بندولو، پروګرامونو پيلولو، فايلونو پرانيستلو او انټرنېټ سره پر نښليدلو مصرفوي، دا د ۲۰۱۰ کال څيړنه ده، چې هغه وخت عموماً هر چا یوازې يوه کمپيوټري وسيله درلوده، اوس که له دې سره ګرځنده ځيرک ټليفونونه هم مل کړئ، نو چې څومره وخت پر دې ضايع کيږي.

gray and black laptop computer on surface

داسې ګڼل کيږي چې په اوسط ډول هر شخص ته د ورځې ۱۱۰ څخه تر ۱۳۰ پيغامونه راځي. ټليفون مو په اوسط ډول د ورځې ۳۵ ځلې ګورئ، فيسبوک ته پنځه ځل سر ورښکاره کوئ (هغوی چې ټوله ورځ يې پرانيستې پريږدي، هغه استثنايي بېکاره مخلوق دی)، او دا پنځه ځل سر ورښکاره کول په اوسط ډول نيم ساعت وخت نيسي.

د نن زمانې ځيرک ټليفون خپل له ټليفوني دندې زيات د ځيرکۍ په لور درومي، په اوسط ډول هر يو ساعت لپاره چې تاسې يې ټليفون (اړيکو) لپاره مصرفوئ، پنځه نور ساعتونه انټرنېټ کتلو، بريښناليک څارلو، مسيجونو، ټويټ، فيسبوک او ټولنيزو رسنيو پر نورو چارو لګوئ.

يوه څيړنه ښيي هغوی چې ځيرک ټليفون لري يا انټرنېټ ته لاسرسی لري، عموماً د مياشتې ۶۰ ساعته پر انټرنېټ تيروي، چې د کال نږدې ۷۲۰ ساعتونه کيږي، چې د کال نږدې ۹۰ کاري ورځې راځي، که د ورځې اته ساعته کار حساب کړو، چې پدې حساب کې ټولنيزو رسنيو ويبپاڼې، خبرونو کتل، يوټيوب، بلاګونه، بريښناليک او نور راځي.

اوس که چيرې دا فکر وکړئ چې آنلاين ژوند يا آنلاين فعاليت ساتل پخپله هم له يوې پوره دندې کم نه دي، نو ښايي دا خبره دومره غلطه نه وي.

که همدا بحث له کاري اغېزمنتيا او بهتره کار سره وتړو، نو نوې نظرپوښتنې او ساحوي څيړنې ښيي چې د نن اکثريت کارکوونکي د ورځې يوازې ۱۵ دقيقې داسې وخت لري چې څوک يې مزاحم نه شي يا يو څه يې پاملرنه ماته نه کړي. د همدې څيړنې بل اړخ دا هم وايي چې هر کله موږ کار قطع شو نو همدا کارکوونکي د ورځې يو ساعت پر دې مصرفوي چې بيرته خپلې چارې ته راستانه شي، يا پر بله وينا يوه څيړنه ښيي چې هر کله ستاسې تمرکز قطع شو يعنې لاس لاندې چاره مو پريښوده چا سره پر خبرو شوئ يا ټليفون ته مو پام شو يا ايميل مو پرانيست، نو لږ تر لږه اتلسو څخه ۲۳ دقيقې وخت غواړئ تر څو بيرته خپله پاملرنه حاصله کړئ.

person holding smartphone

د نن ټکنالوژئ يوه ناوړه اغېزه دا ده چې انسان يې بې حوصلې کړی دی، د مفاهمې يو څيړونکی وايي چې د نن له انسان څخه تمه کيږي چې هر کله درته زنګ راځي بايد وايې خلئ، پيغام ځواب کړئ او هر وخت ټليفون خواته حاضر اوسئ، چې له کبله يې ټولو دا عادت اخيستی دی چې سملاسي بايد هر څه ځواب کړئ، چې له کبله يې له خلکو يې د ارزښت او سملاسي والي تر منځ توپير ورک شوی دی.

ځينې چارې مهمې وي او بايد اجرا شي او بيا ځينې چارې بايد همدا اوس اجرا شي، يعنې مهمې نه وي خو سملاسې پاملرنې ته اړتيا لري، او بيا ځينې داسې چارې هم وي چې نه سملاسي وي او نه مهمې وي، اوس غم دا دی چې خلکو ته هر څه مهم ښکاري، او له مهموالي زيات غواړي هر څه سملاسي او همدا اوس اجرا کړي.

صبر او زغم مخ په کميدونکې ماده ده.

د چارو تر منځ د ارزښت ورکوالي احساس بله اغېزه داده چې خلک په يوه وخت کې څو چارو ته لاس اچوي، او هر وخت مصروفه وي، او نن زمانه کې خلکو ته ځان مصروف ښودل د وياړ او افتخار يوه نښه ښکاري، سر ګرولو ته نه يم وزګار، خو همدې شخص ته بايد وويل شي چې خبره ته مصروفيت نه ده، ته تر اوسه پدې نه پوهيږی چې څرنګه خپلو ته چارو ته ارزښت ورکړی او مهم له غير مهم بيل کړی.

ډير او دوامداره کار بايد پر متوازن او مهم کار واوړي.

ډيرو وسيلو او ډيرو معلوماتو ته لاسرسی پخپله د ادارې په تاوان تماميږي، په امريکا کې د کاروبارونو يوه څيړنه ښيي چې د معلوماتو ډيروالي له کبله امريکايي کاروبارونه ۲۸ ميليارده ساعته ضايع شوې وخت او ۱ ټريليون ډالر تاوان ويني. ورسره دا هم وايي چې په اوسط ډول د ورځې اوسط کارکوونکی نيم ساعت د وسيلې يا شبکې ستونزې پر حلولو تيروي، چې په کال کې پنځلس ورځې د کمپيوټرونو يا ډيجيټيلي وسيلو د ستونزو حلولو له کبله ضايع کيږي.

په همدې وطن کې د ريل ګاړي پاټليو پر وړاندې مزاحمت وشو، يا سرکونه اړول شوي دي، کله چې په لومړي ځل فورډ غوښتل موټرې تجارتي کړي، ډيرو خلکو پور نه ورکاوه ځکه هغوی فکر کاوه د آس او ټانګی ځای هیڅ نه نيسي، او تل به پاتې وي، يوازې په دوو  دريو کلونو کې کې د موټر پلور يې لس چنده ډير شو. کله چې په لومړي ځل په اروپا کې د شپې په کوڅو کې ګروپونه ولګول شو نو کليسا ورسره پدې دليل مخالفت کاوه چې د الله په خلقت کې لاس وهل دي، او شپه بايد تياره وي او تاسې يې رڼا کوئ.

لدې سره يو اړخ دا هم دی چې انسان د نوي څه قبلولو ته ډير ژر تياريږي، خو د سلوکونو بدلول يې وخت نيسي، زموږ د بحث هدف د ټکنالوژيو بد ويل نه دي، بلکه د ټکنالوژيو بهتره استعمال لپاره د انساني سلوکونو ښه کول دي، خپل سلوک ته وګورئ، فکر وکړئ چې څومره وخت پرې مصرفوئ او پدې وخت کې څومره يې ضايع کول دي، ستاسې د سلوکونو بدلول بايد تاسې ته توان درکړي تر څو وکولای شئ له دې وسيلو څخه د خپلې ودې لپاره اعظمي ګټه واخلئ.

هدف د وسيلې استعمال نه دی، بلکه د خپل او نورو ژوند بهترولو لپاره د دې وسيلو کارول دي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.