ګوګل نوی براوزر وړاندې کوي

0 269

ګوګل وايي، ډېر ژر به خپل نوی براوزر کروم۶۴۴ وړاندې کړي چې له مخې به یې له دې وروسته د زیاتو او بې‌ځایه اعلاناتو د خپرېدو مخه ونیول شي.
ګوګل وايي، دا ورژن په وړیا ډول بازار ته وړاندې کوي او هر څوک کولای شي په خپلو کمپیوټرونو او سمارټ ټلېفونونو کې يې انسټال کړي.

ګوګل وروسته له هغه دا پرېکړه کوي چې په دې وروستیو کې د د ګوګل کروم له لارې ډېری بې‌ځایه اعلانونه خپرېږي او همدا ډول په یو شمېر برخو کې بې‌ځایه پوښتنو خلک تر پوزې راوستي.

یاده اداره زیاتوي، همدا ډول یې په زیات ډول نوي فیچرونه هم په دې براوزر کې ځای کړي چې خوند به یې زیات کړي.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...