کرینې کپور یو بل راز افشا کړ

0 740

د سیف علي خان مېرمنې او د کرشمې کپور خور په دې هم ډېره مشهوره ده چې کله کله له ډېرو پټو رازونو پرده پورته کوي.
تازه هغې یوه بله کارنامه کړې ده.

کرینې کپور له هندي رسنیو په سره خبرو کې ویلي، د دوی د کورنۍ په اړه ډېره مشهوره ده چې بالیووډ ته یې راتګ ډېر اسانه دی او ان ځینې خو پسې وايي چې د مور په ګېډه کې لا ورته د فلم سکرپټ لیکل شوی وي، خو کرینه وايي، دا خبره غلطه ده.

کرینه کپور په همدې د خپلې مشرې خور یو راز افشا کړی او وايي، یو مهال یې مشرې خور تر ډېره وژړل او له خپلې مور سره یې په خبرو کې ویل، په بالیووډ کې ورته ټولو فلم جوړونکیو ویلي، له هغې هيڅ هم نه جوړېږي او ښه ده چې په کور کښېني.

کرینه زیاتوي، هغه مهال کرشمې کپور ته هیچا لاس ور نه کړ او یوازې مور یې د هغې ملاتړې وه.
تر دې چې کرشمې کپور ملا وتړله او تر شپه و ورځ زحمت وروسته یې پر بالیووډ راج وکړ.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...