ډرون بل د خير کار وکړ

0 312

د ډرون د نوم له اورېدو سره سم مو شاید ذهن ته د مرګ ژوبلې خبرې درشي، مګر داسې نه ده چې ډرون په نړۍ کې د بېلابېلو ګټو له‌پاره کارول کېږي، ډېری داسې خبرونه مو د سرخط له لارې تاسې ته خپاره کړي دي، خو راځئ نن یې د یوې بلې ډرون په اړه ولولئ چې د غرقو انسانانو د ژوند ژغورولو له‌پاره ترې ګټه اخیستل کېږي.

تازه دا چې په اسټرالیا کې همدې الوتکې دوه ځوانان چې په سمندر کې اوبو پر سر اخیستي وو، ژغورلي دي.
یو پنځه‌لس کلن او بل اووه‌لس کلن ځوانان په اوبو کې غرق شول، مګر لږ وروسته پسې ډرون را ورسېده او دا ځوانان یې چې د ساحل په ۷۰۰ مټرۍ غرق ول، وژغورل.

په دې ډرون الوتکه نږدې ۴ لکه امریکايي ډالر لګښت راغلی او کولای شي چې په سمندر کې د ډوبېدونکیو انسانانو ژوند وژغوري.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...