ډرون بزګره شوه

0 618

داسې ښکاري چې ډرون الوتکې به د روباټانو ځای ونیسي، ځکه اوس تازه بریټانوي څېړونکیو داسې ډرون جوړه کړې چې کولای شي ونې وکري.

کیسه داسې ده چې پوهانو داسې ډرون یا بې‌پیلوټه الوتکه جوړه کړې چې په غرونو ګرځي، له مرکزه کنټرولېږي او هلته د ونو تخمونه شيندي چې د زرغونتیا چانس یې ډېر زیات وي.

دا ډورن داسې هم نه دی چې تخم شېندي، بلکې له ځان سره نیالګې لېږدوي او د فشار واردولو په وسیله يې ريښې په ځمکه کې دننه کوي.

څېړونکي وايي، دا ډرون کولای شي چې د ورځې نږدې سل زره پودې یا نیالګې ولېږدوي او په ځمکه کې یې خښ کړي.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...