چین د ځیرک موبایل په ۱۷ دقیقو کې د چارجولو ټېکنالوژې جوړه کړې

0 29

یو چینایي شرکت ”چې شیاومی نومیږي“ توانیدلی چې د ځیرک ”سمارټ“ موبایلونو د ژر چارجولو له پاره پر مختللې ټېکنالوژي پرانیستي

شیاومی شرکت د ۱۰۰ سوپر ټربو په نامه یوه نادره ټېکنالوژي جوړه کړې ده

دغې کمپنۍ د ځیرک موبایل د ژر چارجولو لپاره داسي ټېکنالوژي جوړه کړې چې د ځیرک موبایلونو یوه 4000mah بیټرۍ یوازې په ۱۷ دقیقو کې چارج وي

دا ټېکنالوژي هغه ریکارډ مات کړ چې د ۵۰ اوپو سوپر وي ټېکنالوژۍ سره و او په پنځلس دقیقو کې یې پنځوس سلنه بیټرۍ چارجوله

دا لا څرګنده شوې نه ده چې دغه چنایي چارجر به څه وخت بازار نه وړاندې شي

د دغې کمپنۍ یو مشر بن لین وایي، چې دغه نوې ټېکنالوژي (چارجر) یوازې په ۵ دقیقو کې څلوېښت سلنه بیټرۍ چارجوي

Comments
Loading...