پر فېسبوک زیات پروپاګنډ هند او پاکستان خپروي

0 20

پر ټولنیزو رسنیو د دروغو او پروپاګنډ خپرول اوس د دې رسنیو مسوولینو ته یو سخت سرخوږی جوړ شوی دی او د فېسبوک بنسټګر د همدې سپیناوي لپاره یو ځل د امریکا کانګرس ته هم احضار شو.
د نړۍوالو رسنیو د مالوماتو له مخې، پر فېسبوک ډېر زیات پروپاګنډ او دروغ د هندوستان او پاکستان هېوادونه ډېر خپروي او فېسبوک هم دا دواړه هېوادونه د خپل نوملړ په سر کې نیولي دي.
فېسبوک په تېرو شپږو میاشتو کې لومړی د هندوستان اړوند فېسبوک کاروونکیو ‌ډېر مواد له فېسبوکه لرې کړي، په دویم قدم کې پاکستان راځي او په درېیم نمبر برازیل دی چې فېسبوک یې د پروپاګنډ او دروغو په خپرولو ډېر مواد له دې ټولنیزې شبکې مواد لرې کړي دي.
د فېسبوک د مسوولینو له مخې، دې ادارې تېر مېلادي کال د هندوستان له ۱۷ زرو ډېر پوسټونه لري کړي، همدا راز د پاکستان څه باندې ۲ زره «مسح» ډيليټ کړي دي.
تر دې وړاندې د فېسبوک ادارې د یوې پرېکړې له مخې د هندوستان او پاکستان د استخباراتو سلګونه فېسبوک‌پاڼې او ګروپونه هم ړنګ کړي وو.

Comments
Loading...