هواوې به لا خوندي شي

0 29

د ځیرک موبایلونو مشهوره کمپنۍ وايي، پر خپلو تولیداتو او د خلکو د باور او د امنیت د خوندیتوب لپاره پانګونه کوي.
په کاناډا کې د دې کمپنۍ مشر ویلي، د دې لپاره چې توکي یې نور هم خوندي شي او خلک وکولای شي له دې هم ډېر باور پرې وکړي، د خپلو توکيو د امنیت لپاره یې دوه میلیارډه ډالره ځانګړي کړي دي.
ارېک لي زیاتوي، دا پیسې به یوازې د سافټویر جوړولو ماهرینو پر ګومارلو ولګوي، څو په تولیداتو کې يې ډاډمن امنتیتي خوندیتوب را شي. 
دا کمپنۍ داسې مهال د خپلو تولیداتو د خوندیتوب خبر ورکوي چې په امریکا او ځینو نورو لوېديځو هېوادونو کې د دې کمپنۍ پر کارولو بندیز ولګېد، ځکه د 5G یا پنځم نسل تولید کې يې ډېرې امنیتي ستونزې لرلې.

Comments
Loading...